د ۲۰۱۹م کال د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۱۰ هیوادونو برخه درلوده، چې له ډلې یې کوربه انګلستان او نیوزیلینډ هیوادونو پایلوبې ته لاره پيداکړې وه.
د انګلستان او نیوزیلینډ ترمنځ د کرکټ نړیوال جام پایلوبه تېر کال په همدې ورځ«د ۲۰۱۹م د جون په ۱۴» ترسره شوه، چې د انګلستانۍ لوبډلې پکې لومړی مقام واخیست.
د پای لوبې پچه نیوزیلینډ ګټلې وه او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، دا چې پای لوبه د فشار لوبه وي، نو د نیوزیلینډ لوبغاړو په احتیاط سره لوبه کوله او دې سره یې په وقفه یی توګه خپل لوبغاړي هم له لاسه ورکړل.
د نیوزیلینډ لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدلو ۲۴۱ منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د ۲۴۲ منډو هدف ورکړی وو.
د نیوزیلینډ له لوري نیکولس ۵۵ او لیتم ۴۷ منډې جوړې کړې وې او د انګلستان له لوري ووکس او پلنکیټ درې درې لوبغاړي سوځولې وه.
د انګلستان لوبډلې هم د هدف ترلاسه کولو لپاره په ډیر احتیاط لوبه پیل کړه، خو د ډیر احتیاط له امله یې لوبغاړي لاسه ورکول، تر سلو منډو د انګلستان څلور لوبغاړي سوځیدلي وو، خو پر دې مهال سټوکس او بټلر په زړه پورې لوبه وکړه او منډې یې تر ۲۰۰ واړولې، پر دې مهال بټلر او ورسره درې نور لوبغاړي وسوځېدل.
په وروستي اوور کې انګلستان ته د ګټلو لپاره ۱۵ منډې پکار وې، چې د سټوکس د ښې لوبې له امله یې ۱۴ ترلاسه کړې او دغه راز دا لوبه مساوي پای ته ورسیده.
د کرکټ د نړیوالې شورا د قانون له مخې د دواړو لوبډلو ترمنځ د یو ـ یو اوور وروستۍ لوبه وشوه، انګلستان لومړۍ توپوهنه وکړه، سټوکس او بټلر راووتل او دواړو ۱۵ منډې جوړې کړې او نیوزیلینډ ته یې د ۱۶ منډو هدف ورکړ.
د نیوزلینډ لوبډلې په شپږو توپونو ۱۵ منډې وکړې چې بیا هم لوبه مساوي شوه، خو د کرکټ د قوانینو له مخې دا چې انګلستان په دې ټوله لوبه کې ډیرې شپږیزې او څلوریرې وهلې وې، نو اتله لوبډله اعلان شوه.
د نړیوال جام پایلوبه دلته لیدلای شئ: