د طب دا ډاکټران په مشهورو سیاستوالو بدل شوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

په بله برخه کې د یوه مسلک د خلکو کار او پکې ځلیدل نوې خبره نه ده.
دلته په نړیواله کچه هغه مشهور سیاستوال درپېژنو، چې اصلي مسلک یې طب دی، خو نصیب یا شوق سیاست ته راوستي او ځلولي یې دي.
بشار الاسد
8DB19A23 DB9E 4112 AA1A A4EAB07500B9 w1023 r1 s د طب دا ډاکټران په مشهورو سیاستوالو بدل شوي
د سوریې ۴۲ کلن ولسمشر بشارالاسد، چې پلار یې هم ولسمشر تېر شوی؛ اصلاً د طب ډاکټر دی.
هغه د سترګو د ډاکټرۍ تخصص په لندن کې کړی او د طب پوهنځی یې په دمشق کې لوستی.
بشارالاسد د پلار له مرګ وروسته ولسمشر نه شو، ورور یې ولسمشر شو، خو د هغه ناڅاپي مرګ دی ولسمشرۍ ته برابر کړ.
بشارالاسد له ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسې د سوریې ولسمشر دی.
ایاد علاویي
arton196892 5c149 د طب دا ډاکټران په مشهورو سیاستوالو بدل شوي
د عراق پخوانی ۶۲ کلن صدراعظم ایاد علاوي، چې د ملي وفاق غورځنګ رهبر هم دی، اصلاً د طب برخه کې زده کړې لري.
هغه په ۲۰۰۳ کې د صدام د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته صدراعظم او مطرح سیاستوال شو.
علاوي په بغداد کې د طب پوهنځی لوستی دی.
میشل باشلت
45012187 303 د طب دا ډاکټران په مشهورو سیاستوالو بدل شوي
د چیلي ولسمشره د دغه هېواد په تاریخ کې لومړۍ ښځه ده، چې دغه مقام ته رسیدلې ده.
هغه د اقتصاد او ټولنپوهنې علاقه منده وه، خو د پلار په ټینګار یې طب لوستی.
نوموړې له ولسمشرۍ څخه مخکې د روغتیا او بهرنیو چارو د وزیرې په توګه هم دندې ترسره کړي دي.
ماهاتیر محمد
4310219 د طب دا ډاکټران په مشهورو سیاستوالو بدل شوي
د مالیزیا دا پخوانی صدراعظم د نړۍ له مشهورو سیاستوالو څخه دی.
هغه اوس ۸۷ کاله عمر لري او د هېواد د اقتصاد وزیر یې دی.
مهاتیر محمد اصلاً د طب ډاکټر دی، خو په اقتصاد هم زیات بوهیږي.
هغه د خپل هېواد نسکور شوی اقتصاد پر پښو درولی او له دې کبله سخت محبوبیت لري.
ارنستو چه‌گوارا
che guevara د طب دا ډاکټران په مشهورو سیاستوالو بدل شوي
چګوارا په ۱۹۲۸ کې په ارجنټاین کې وزیږیده. هغه وروسته طب ولوست، خو زر سیاست ته راغی او د امریکا د سیاستونو په یوه لوی مخالف بدل شو.
د نړۍ دا مشهور انقلابي سیاستوال د فیډل کاسټرو نیږدې ملګری و او په لاتینه امریکا کې یې تر اعدامه د امریکا خلاف تونده مبارزه وکړه.
ایمان الظواهري
1745003 د طب دا ډاکټران په مشهورو سیاستوالو بدل شوي
د القاعدې دا دویم مشر په ۱۹۵۱ کې د مصر په پلازمېنه قاهره کې وزیږیده.
د هغه پلار هم ډاکټر و او دی هم د طب ډاکټر دی.
الظواهري به ۱۹۹۸ کې له القاعدې سره یو ځای شو، چې د بنسټګر له وژل کیدو وروسته یې د دې ډلې مشري کوي.
ډاکټر نجیب الله
نجیب الله د طب دا ډاکټران په مشهورو سیاستوالو بدل شوي
د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله هم د طب ډاکټر و، خو د پوهنتون د زده کړو له وخته د خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم څانګې غړی او له مخکښانو څخه و.
نجیب د کمونیست پلوه حکومت د استخباراتو مشر هم پاتې شوی او د دغه حکومت وروستنی ولسمشر و.
هغه د طالب واکمنۍ د پيل په ورځ په کابل کې په دار وځړول شو.
ډاکټر عبدالله
abdullah abdullah د طب دا ډاکټران په مشهورو سیاستوالو بدل شوي
د افغان حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله د سترګو ډاکټر دی، خو له پوهنتونه تر فارغیدو وروسته سمدستي د احمد شاه مسعود نیږدې ملګری شوی او د جهاد پر وخت یې روغتیایي فعالیت هم کړی.
عبدالله د مسعود ویاند، سکرتر او له وژل کیدو وروسته یې د کرزي د بهرنیو چارو وزیر و.
هغه په ۲۰۱۴ کې تر ناندریزو ټاکنو وروسته د اشرف غني د واک شریک شو، چې اوس بیا ورسره په روانو ټاکنوکې لوی سیال ګڼل کیږي.