هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!

سپینه تجريدي ډیزاین

تر یوې پېړۍ زیات ژوند کول عجیب و غریب دي، خو نا ممکن نه دي. دلته به هغه فلمي او هنري ستوري وپېژنئ،چې له یوې پېړۍ څخه یې زیات عمر کړی.
په دوی کې ځینې یې ژوندي هم دي. راځئ ورسره اشنا شئ:
اولیویا دی هاویلند؛ ۱۰۲ کاله
2081502 290 هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!
دا برتانوۍ ـ امریکایي هنري څېره د هالیووډ د کلاسیکې سېنما له وروسته پاتو او اخرنیو څېرو څخه ګڼل کیږي، چې ژوندۍ پاتې ده.
هغه ترټولو زړه هنري څېره وه، چې د اسکار معتبره جایزه یې وګټله.
دویمه ملکه الیزابت ؛ ۹۳ کاله
2081503 326 هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!
دویمه ملکه الیزابت د ۱۹۲۶ میلادي کال د اپریل په ۲۱ مه دې نړۍ ته راغله.
هغې د برتانیې په تاریخ کې تر ټولو اوږده سلطنتي دوره وکړه او د ملکو په منځ کې ټولو نه لوړ عمره ملکه ده.
سیسیلی تایسون؛ ۹۴ کاله
2081504 537 هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!
سیسیلی تایسون له ۱۹۵۱ میلادي څخه تراوسه یانې ۶۸ کاله کیږي، چې فعالیت کوي.
هغه نه یوازې دا چې یوه پياوړې لوبغاړې ده؛ بلکې داسې ښځه هم ده چې عمر ورته ارزښت نه لري.
هغه وایي:هیڅکله مې فکر نه دی کړی، چې ۹۴ کلنه یم، عمر ما ته یوازې د یوه عدد هومره ارزښت لري.
اوا ماری سنت؛ ۹۴ سال
2081505 848 هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!
اوا ماری سنت امریکایي هنرمنده او د پروګرامونو جوړونکې ده.
هغې د ژوند ۷۰ کاله په راډیو ټلویزونونو کې کار کړی.
دغې څېرې د اسکار معتبره هنري جایزه هم ګټلې ده.
ویرا لین؛ ۱۰۲ کاله
2081506 291 هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!
ویرا لین د برتانیې هېواد تابعیت لري او ترانې جوړوي.
هغه ته د دویمې نړیوالې جګړې پر وخت د زړور پوځي لقب ورکړل شوی و.
ده هماغه وخت هم د برتانیې پوځ ته خدمت کاوه او هم یې ترانې ورته جوړولې، چې زیات پرې مشهور شو.
هری بلافونته؛ ۹۲ کاله
2081507 766 هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!
هری بلافونته د امریکا تابعیت لري.
دغه هنري څېره هم پر موسیقۍ پوهیږي، هم په سېنما کې کار کوي او هم د سندرو ویلو ترڅنګ د پام وړ ټولنیز فعالیتونه لري.
دا څېره د پاپ موسیقۍ په تاریخ کې د امریکا له ترټولو مخکښانو ګڼل کیږي.
ده ته د کالیپسو د پاچا لقب هم ورکړل شوی، چې د موسیقۍ اړوند معتبر نوم دی.
بتی وایت؛ ۹۷ کاله
2081508 154 هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!
بتی وایت  هم فلمي لوبغاړې، هم کمیډنه او هم لیکواله دی.
هغه د امریکا تابعیت لري او له نیږدې ۸۰ کلونو راهیسې په سېنما کې فعاله دی.
آنجلا لنسبوری؛ ۹۳ کاله
2081509 853 هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!
دا برتانوۍ سینماګره هغه مهال زیاته مشهوره شوه، چې د قتل په نوم د تلویزوني خپرونو په لړۍ کې یې برخه واخیسته.
هغه ګڼ افتخارات لري، چې له هغې ډلې د ګلډن ګلوب د ۶ جایزو ګټل یادولی شوو.
دیک ون دایک؛ ۹۳ کاله
2081510 532 هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!
دیک ون دایک د امریکا تابعیت لري.
دا نوم هم د سینمایي لوبغاړو په ډله کې مشهور دی، هم په لیکوالۍ کې.
د دې ترڅنګ په فلم جوړولو او نورو برخو کې هم زیات شهرت لري.
د دغه نوم د فعالیت نیږدې شپږ لسیزې کیږي.
د دې نوم موسکا بیخي جذبونکې ده او زیات مینه وال لري.
مارج چامپیون؛۹۹ کاله
2081511 361 هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!
مارج چامپیون هم امریکایي هنري څېره او د جامو طراحه ده.
د هغې د زیات ورزش له کبله به وي، چې اوس هم ښکلی وجود او اندام لري.
کارول چانینگ؛ ۹۳ کاله
2081512 368 هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!
کارول چانینگ امریکایي هنري څېره ده، چې فلمونه او تلویزوني خپرونې یې زیاتې مشهورې دي.
دغې څېرې تراوسه ۸ مشهورې هنري جایزې ګټلې دي.
دیانا سرا کری؛ ۱۰۰ کاله
2081513 205 هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!
دیانا سرا کری امریکایي هنري څېره ده. دا له څو کلونو راهیسې هنري فعالیت نه لري، خو د لیکوالۍ په برخه کې فعاله ده.
د کری یو شمېر تاریخي ناولونه په وروستیو کې چاپ شوي او زیات بدرګه شوي.
نورمن لوید؛ ۱۰۴ کاله
2081514 856 هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!
نورمن لوید امریکایي هنرمنده، فلم جوړونکې او سینماګره ده.
هغه له ۱۹۳۲ راهیسې یانې له نوي کلونو راهیسې هنري فعالیتونه کوي.
جون لوکارت؛ ۹۴ کاله
2081515 458 هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!
جون لوکارت امریکایي هنري څېره ده، چې له ۱۹۳۸ راهیسې فعالیت کوي.
دغه څېره له ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۶۰ پورې زیات فعال و او ډېرې جایزې یې هماغه وخت ګټلي دي.
کرک داگلاس؛ ۱۰۲ کاله
2081516 356 هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!
کرک داگلاس امریکایي هنري څېره او فلم جوړونکې ده.
دغې څېرې بالیووډ سېنما ته تر ۹۰ پورې مختلف فلمونه جوړ کړي.
دغه څېره یو ځل له یوې مرګونې هوایي پېښې روغه ووته، خو نیږدې و، چې په بله پېښه کې خپل ژوند وبایلي.