هغه مطرح سیاستوال چې اعدام شوي دي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

هغه پښتو ټپه به مو اوریدلې وي، چې:
په دنیا دومره مه نازیږه
ما پاچاهان د دار په سر لیدلي دینه
دار ته ختل هغه که په قانوني لحاظ وي، یا د ظلم او بې قانونۍ په بڼه، خو د نورو خلکو ترڅنګ ترې مشهور سیاستوال او واکمنان هم مستثنا نه دي پاتې شوي.
دلته به د دغو سیاستوالو یو شمېر تر ټولو مهم یې در ته معرفي او د اعدامیدو کیسې یې درته وکړو.
صدام حسین
7d4db7ad 8232 4e0c b311 1b9f0e7adb61 هغه مطرح سیاستوال چې اعدام شوي دي
د عراق پخوانی واکمن صدام حسین په دې برخه کې د خاصې یادونې وړ ځکه دی، چې هغه تر ټولو مطرح او له وروستنیو اعدام شویو سیاستوالو څخه و.
صدام حسین په ۲۰۰۶ کې د امریکا پلوه حکومت لخوا د لوی اختر په لومړۍ ورځ اعدام شو.
دا داسې وخت و، چې د نړۍ میلیونونه مسلمانانو د لوی اختر د قربانۍ مراسم ترسره کول.
په دې پېښه ډېر مسلمانان خواشیني شول او دا پېښه یې خورا وغندله.
بنیتو موسولینی
download 2 هغه مطرح سیاستوال چې اعدام شوي دي
موسولیني تاریخ لوستونکو ته یو اشنا نوم دی.
نوموړي د دویمې نړیوالې جګړې په اړه توند بحثونه وکړل او هم یې د ایټالیې فاشیست ګوند تاسیس کړ.
دغه سیاستوال ادعا لرله، چې غواړي ایټالیا خپل تاریخي برم ته ستون کړي.
دی د دغو نظریاتو له کبله د پاچا لخوا صدراعظم وټاکل شو، تر دې چې واک ته له رسیدو وروسته یې د کارګرانو ټولنې او سیاسي ګوندونه منحل کړل.
هغه ایټالیا په دویمه نړیواله جګړه کې ښکېله او سخته وځپله. تر دې چې مخالفینو یې په دار وځړاوه او مړی یې تر څو ورځو له داره ښکته کیدو ته نه پرې ښوده.
د روسیې دویم نیکلای
9975007 807 هغه مطرح سیاستوال چې اعدام شوي دي
نیکُلای الکساندروویچ رومانوف د روسیې د ترازي واکمنۍ وروستنی سړی و.
هغه له ۱۸۹۴ څخه تر ۱۹۱۷پورې پاچایي وکړه او بیا د انقلاب له کبله یې واکمني ړنګه او پای ته ورسول شوه.
دی دغه راز د انقلاب کوونکو لخوا اعدام او په بد ډول ووژل شو.
شپاړسم لویي
10113886 150 هغه مطرح سیاستوال چې اعدام شوي دي
د فرانسې د لویي واکمنۍ دغه واکمن هم بالآخره اعدام شوی.
هغه تورن دی، چې اقتصادي او سیاسي وضعیت ترې بحراني او خلک خپه شول.
د ده تر واکمنۍ وروسته د فرانسې انقلاب کامیاب او دی نسکور شو.
شپاړسم لویي په ۱۷۸۹ کې د انقلابیانو لخوا ونیول شو او هېواد ته د خیانت په تور اعدام شو.
لومړی چارلز
download 1 1 هغه مطرح سیاستوال چې اعدام شوي دي
دا واکمن په ۱۶۰۰ میلادي کال کې دې نړۍ ته راغی. هغه په ۲۵ کلنۍ کې پاچا او د انګلستان او سکاټلنډ د ویجاړونکو جګړو د وخت واکمن و.
هغه د دغو جګړو پر وخت د سکاټلنډ په نوم د جلا هېواد د رامنځته کیدو سبب شو.
دا واکمن بلآخره مخالفینو یې ونیوه او په دار یې کړ.
نیکلای چائوشسکو
57746366 هغه مطرح سیاستوال چې اعدام شوي دي
دا یو رومانیایي سیاستوال و، چې د کمونیست ګوند تر مشرۍ رسیدلی و.
هغه واکمن هم شو او سرسخته دیکتاتوري یې وکړه.
پرخپلو خلکو د هغه د ظلمونو کیسې خورا مشهورې دي.
د ده حکومت د خلکو په خصوصي چارو کې هم مداخلې کولې.
دغه واکمن ځان د ملت رهبر او خپله مېرمنه د ملت مور نومولې وه.
هغه هم بالآخره د ۱۹۸۹ د دسمبر په ۲۵ مه په ۷۱ کلنۍ کې له خپلې مېرمنې سره یو ځای اعدام شو.
عمر مختار
maxresdefault 2 هغه مطرح سیاستوال چې اعدام شوي دي
د لیبیا دغه رهبر په ۱۸۶۲ کې دې نړۍ ته راغی او ۲۰ کاله یې د ایټالوي استعمار خلاف مبارزه وکړه.
هغه د استعمار ضد غورځنګ رهبري کړ، چې بالآخره په ۱۹۳۱ کې ایټالوي استعمارګرو ونیوه او اعدام یې کړ.
مختار تراوسه لیبیایانو ته د یوه ملي اتل په توګه محترم دی.
ذوالفقار علي بوټو
9521399E BB6D 46B0 8674 269FFC6FF852 w408 r1 s هغه مطرح سیاستوال چې اعدام شوي دي
د پاکستان دا مشهور سیاستوال د بينظیر بوټو پلار او د خلکو ګوند موسس و.
بوټو د پاکستان د اټومي کیدو سخت ارمانجن او هڅاند و.
دی د دې ترڅنګ دیموکراسۍ ته ژمن سړی و، خو هغه مهال یې صدراعظمي او ژوند دواړه پای ته ورسیدل، چې ضیاالحق پرې کودتا وکړه او پر دار یې وځړوه.
ډاکټر نجیب الله
dr najib هغه مطرح سیاستوال چې اعدام شوي دي
ډاکټر نجیب الله د افغانستان د کمونیست پلوه حکومت وروستی مشر و، چې په ۱۳۷۵ کې د طالبانو له واکمنیدو سره له خپل یوه ورور سره یو ځای پر دار وځړول شو.
د هغه د اعدام پړه تر ډېره پر پاکستاني استخباراتو اچول کیږي او ویل کیږي، چې دوی د طالبانو په جامه کې دا ناوړه عمل ترسره کړ.
ډاکټر نجیب له دې کبله، چې د واکمنۍ په وروستیو کې یې د سولې لپاره زیاتې هڅې کړې وې او هم یې د تنظیمي جګړو خبرداری وار د مخه ورکړی و، خلکو ته اوس هم منلی دی.
نجیب د پاکستان ضد سیاست، صافو او جذبونکو خبرو او نورو ځانګړنو له مخې د افغانستان ځوان نسل ته د یوه اتل حیثیت لري.