هر کال د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیا د حل لارو شبکه د نړۍ د خوشحالۍ راپور (World Happiness Report) وړاندي کوي چي په هغه کې د نړۍ په هیوادونو کې د خلکو د خوښۍ او هوساینې پر بنسټ هیوادونه درجه بندي کوي.
ددې درجه بندۍ لپاره د ملي ناخالص تولید، د اوسط عمر د هیلمندۍ او خلکو ته برابرو شویو سهولتونه معیارونه په پام کې نیول کیږي.
د نړیوالي خوښۍ/نېکمرغۍ په سږني راپور کي، ۱۵۶ هیوادونه د شپږو لاملونو پر بنسټ درجه بندي شوې دي.
1. داخلي ناخالص تولید
2. له روغتیا سره د اوږد عمر توقع
3. ټولنیز ملاتړ
4. سخاوت او باور
5. ازادي
6. د فساد نشتون
سږکال د ملګرو ملتونو سازمان د لومړي ځل له پاره د مهاجرینو خوشحالي هم په ۱۱۷ هیوادونو کې وڅېړله.
په تیرو څلورو کلونو کې په دې کلني راپور کې لومړي مقام لرونکی هیوادونه بدل شوي دي، ډنمارک و، په ورپسې کال سویس وې، تیر کال ناروي او سږ کال راپور کې فنلینډ تر ټولو خوښ هیواد بلل شوی دی.
مخکې له دې چې افغانستان په شمول د نړۍ د هغو هیوادونو په اړه چې د خوښۍ په دې لیست کې وروستي دي وغږیږو، راځئ لومړۍ لس هغه خوښ هیوادونه در وپيژنو چې په دې لیست کې د نړۍ تر ټولو خوښ لس هیوادونه بلل شوې دي. له لسمه به یې راپیل کړو.
۱۰. اسټرالیا
زښت طلايي رنګه ساحلونه، څلور فصله آب وهوا، د زوږ او شورماشور څخه خلاص طبیعت او ددې هیواد د خلکو مشهور د ژوند سبک، اسټرالیا د نړۍ د ډېرو سیلانیانو په فهرست کې راوستې ده. البته دوئ د تېر کال په پرتله د نړۍ د نېکمرغو هیوادونو په نوملړ کې یوه رتبه شاته تللي دي.
۹. سویډن
ښکلی او زړه راکښوونکي طبیعت، عصري او یخ اسکاندویناویايي ښارونو، دا هیواد د اسټرالیا څخه یو قدم را مخکې کړی دی. د ډیرو سیلانیانو له پاره، ستکهولم د ښکلو سکاندیناوي ښارونو ځیني دی.
۸. نیوزیلینډ
دا د ډیرو سیلانیانو لپاره یوه ارزو ده چي نیوزیلینډ دي د فهرست لومړنی خوښ او خوشحاله هیواد وی! په نیوزیلینډ کې ارام او له ښکلا او ښایسته مالامال ژ،ند، نه یوازي ددې هیواد د اوسېدونکو لپاره، بلکي د هغو کسانو لپاره چي یاد هیواد ته سفر کوي هم د همېشنۍ خوشحالۍ زېری ورکوي.
افغانستان د 156 هیوادونو په دې اوږده لیست کې د خوښۍ له پلوه د وروستیو یولس هیوادونو په ډله کې دی او په 145 مه درجه یاد شوی دی
۷. کاناډا
د متحده ایالاتو سیال ګاونډی، همېشه د خوشحالۍ معیارونو په اوج کې مالومېږي؛ هغه هم ژوند ته په ډيري لوړي هیلي او تمي، لږ نفوس او فوق العاده منظرو ئې چي هرڅه ئې په ځان کې ځای کړي دي؛ له بې نهایته خلوته تر ګڼي ګوڼي ښاري ژونده.
۶. هالینډ
آرام او چوپ هالینډ، د خپل لیبرالی تګلاري له مخي په ژوند او اقتصاد کې په نړۍ کي مشهوره دئ. تاسي هم که کله هالینډ ته ولاړاست، هغه کار وکړئ چي ددې ځای ځايي اوسېدونکي (بومیان) ئې کوي؛ ددې هیواد په جادو کې باسکل دواني وکړئ او له هغه ځني خوند واخلئ. که غواړئ چي اروپايي کلتور اوج وګورئ د امسټرډام لیدل مه هیروئ.
۵. سویس
سویس په کال ۲۰۱۵ کې د نړۍ د خوښو هیوادونو په لومړي مقام کې و، خو اوس راښکته شوی او پنځم ته راغلی خو لا هم د خپلو خلکو له پاره خورا د خوشحالۍ ځای شمېرل کېږي. ددې کوچني هیواد د بریالیتوب او پرمختګ پر راز د پوهېدو له پاره، د هغه د مناسب مالیاتي نظام، اقتصادي رونق، بهترینو زیربناوو او د سویس د تعلیمي خدمتونو په اړه مطالعه وکړئ. ددې مواردو بغیر چي یادونه ئې وسوه، زړه راکښوونکي منظرې، د آلپ غرونو پوست کارډونو او پاکي هوا هم له یاده مه باسئ.
۴. ایسلنډ
د نړۍ سوله خوښ او بې پلوه هیواد، د خپلو کمو مالیاتو، روغتیايي مراقبتونو او وړیا زدکړو په برکت همېشه ئې د نړۍ د لسو لومړنیو خوښو هیوادونو په نوملړ کې ځای نیولی دئ. د حیرانتیا ځای دا دئ چي ایسلنډ په خپلو هغه منظرو سره چي د هرچا زړه راجذبوي، په دې وروستیو کلونو کې ئې سیلانیان څلور برابره سوي دي. تر دې بیا د حیرانتیا ځای دا دئ چي د ایسلنډ په هرو لسو نفرو کښې یوه نفر کتاب چاپ کړی دئ او له دې جهته، ایسلنډ د خپل نفوس په تناسب په زیات شمېر لیکوالان لري.
۳. ډنمارک
سره له دې چي په دې لیست کې ډنمارک په کال ۲۰۱۶ کي لومړي مقام، په کال ۲۰۱۷ کي دوهم او په کال ۲۰۱۸ کې درېم مقام ته راغلی دی، مګر لا هم تصور نه کېږي چي ژر دي د خلکو له پامه ولوېږي! د اسکاندیناوي هیوادنو معمولي ځانګړتیاوي، لکه د معیاري ژوند، روغتیا، زدکړي او هوسایني معیارونه په یاد هیواد کي هم لیدل کېږي؛ دا په دې معنی چې ډنمارک په نړۍ کې له هوسا هیوادونو څخه دی.
۲. ناروی
په تېر کال کي يې د نړۍ په پرمختللو او خوښو هیوادونو کي لومړی مقام درلود، د اروپا ښایسته ترین هیواد هم دئ. که د ناروی په کوڅو کې ولاړ سئ، له شک پرته چي د اوسېدونکو پر شونډو به یې موسکا ووینئ. ناروی د خپلو ګاونډیانو په شان، له لوړي اجتماعي هوسایني او برابرۍ څخه برخمن دی او تر ډېره د نړیوال پرمختګ او بریالیتوب شاخصونو په لومړي مقام کې ځای نیسي. که مو دې هیواد ته پېښه وکړه- دا ټول هېر کړئ، او یوازې د باعظمته سیندونو په منځ کې په سفر ولاړ سئ څو ووینئ څومره په زړه پوري منظرې لري.
۱- فنلینډ په کال ۲۰۱۸ کې د نړۍ خوشحاله، خوښ او نېکمرغه هیواد
بالاخره دا دی راورسېدو د نړۍ خوشحالترین هیواد ته چي فنلېنډ دی. دا هیواد د بل هر اروپايي هیواد په پرتله، له زیات ځنګلي تراکمه برخمن دی. د ژوند لپاره غوره چاپیریال او د خطر د کچې د کموالي معیارونو فنلینډ د نړۍ په سوله غوښتونکي او آرامترین ځای هم بدل کړی دی. د خوشحالۍ او نېکمرغۍ نړیوال راپور کې په فینلینډ کې په زیات شمېر مهاجرینو ته چي اوس یاد هیواد خپل کور ګڼي، د هغوی او د بومي اوسېدونکو ترمنځ د خوشحالۍ ثبات ته اشاره شوې ده.
افغانستان او ګاونډیان په لیست کې چیرې دی؟
افغانستان د 156 هیوادونو په دې اوږده لیست کې د خوښۍ له پلوه د وروستیو یولس هیوادونو په ډله کې دی او په 145 مه درجه یاد شوی دی، له افغانستان وروسته زیاتره افریقايي هیوادونه دي، مالاوي، هایتي، لایبریا، یمن، سوریه، راونډا، تنزانیا، جنوبي سوډان، د مرکزي افریقا جمهوریت او برونډي وروستي لس هیوادونو دي چې له افغانستان هم په کې خلک کم سهولتونه لري.
د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې ایران106 مه درجه او پاکستان په 75 درجه یاد شوی دی چې دواړه د خوښو هیوادونو په دې لیست کې له افغانستان ډیر مخکې دي. فلسطیني سیمې په 104 مه درجه، هندوستان د خوښو هیوادونو په لیست کې په 133 مه درجه او تاجکستان په اتیایمه درجه یاد شوې دي. د امریکا متحده ایالات په اتلسمه درجه، بریتانیا په نولسمه درجه، او عربي متحده امارت په شلمه درجه یاد شوي. سعودي عربستان د خوښو هیوادونو په لیست کې 33 م ځای نیولی دی. او زیمبابوې ۱۴۴ ځای خپل کړی دی.
د ټولو هیوادونو درجه بندۍ لیستونه په دې تصویرونو کې کتلۍ شئ