د نړۍ له مشهورو میدانونو سره اشنا شئ!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

تاسې به پخپلو سیمو کې حتماً داسې میدانونه لیدلي وي، چې له پخوا راهیسې خلکو د را ټولیدنو، مړي ـ ژوندي او نورو مناسبتونو لپاره په مختلفو دودیزو ډولونو جوړ کړي وي.
دلته به مو د نړۍ له مشهورو او لویو میدانونو سره بلد کړو، چې چېرته دي او څنګه جوړښت لري؟
د مکیسکو زوکالو میدان
2130910 400 د نړۍ له مشهورو میدانونو سره اشنا شئ!
په مکسیکو کې د Plaza de la Constitucion مشهور میدان چې په زوکالو مشهور دی، د نړۍ له ترټولو مشهورو او لویو میدانونو څخه یو دی.
دا میدان لرغونی تاریخ هم لري. ویل شوي، چې ان د مرکزي امریکا له تمدن سره تړلی میدان دی او زیات وخت یې كیږي.
دغه میدان تاریخي معماري، کلیسا ، متروپولیتن او ملي ماڼۍ لري.
په دغه میدان کې هره ورځ په تشریفاتي ډول د مکزیک تر ټولو سترملي بیرغ رپیږي.
هلته لویې غونډې او مراسم هم ترسره کیږي.
د مراکش جما ال فنا میدان
2130909 433 د نړۍ له مشهورو میدانونو سره اشنا شئ!
دا میدان د افریقا لویې وچې تر ټولو ستر او نوموتی میدان ګڼل کیږي.
د دغه میدان لرغونتوب ان دولسمې پېړۍ ته ورګرځي.
دا میدان د مراکش د لرغوني فرهنګ او ارزښتونو ښه استازیتوب کوي.
له دغه میدان څخه د لوی بازار په توګه هم ګټه اخیستل کیږي.
د ایټالیې د سینا ښار میدان
2130908 644 د نړۍ له مشهورو میدانونو سره اشنا شئ!
دغه میدان هم د نړۍ له لویو میدانونو ګڼل کیږي.
د میدان لرغونتوب منځنیو پېړیو ته ورګرځي. دا میدان په ډېر ښه او کلاسیک ډول جوړ شوی.
هلته د اس لوبو ترڅنګ نورې مشهورې او لویې لوبې هم کیږي.
د پراګ پخوانی میدان
2130907 622 د نړۍ له مشهورو میدانونو سره اشنا شئ!
د پراګ پخوانی میدان، چې د چیک په پلازمېنه کې موقعیت لري، د دغه هېواد تر ټولو لوی او مهم میدان دی.
دا میدان د چالز پله او ونسلاس میدان ترمنځ موقعیت لري.
یاد شوی میدان هم لرغونی جوړښت لري، هم تفریحي او هم زیات سیلانیان ورته راځي.
د واتیکان سنت پیتر میدان
2130906 833 د نړۍ له مشهورو میدانونو سره اشنا شئ!
دا میدان د واتیکان سلطنتي میدان ګڼل کیږي او خورا لرغونی دی.
دا میدان د جان لورنزو برنیني له لورې طرحه شوی او په ۱۵۸۶ میلادي کې جوړ شوی دی.
دغه میدان هم لرغونی، هم ښکلی، هم جذاب او هم له نندارچیانو ډک دی.
د پیکن تیانانمن میدان
2130905 914 د نړۍ له مشهورو میدانونو سره اشنا شئ!
د چین په پلازمېنه کې موقعیت لرونکی دغه میدان هم د نړۍ له ترټولو لویو میدانونو څخه ګڼل کیږي.
دغه میدان ته نیږدې یو شمېر تاریخي او لرغوني بناوې هم موجودې دي.
د مائو قبر هم همدې میدان ته نیږدې دی.
د چین یو شمېر مهمې تاریخي پېښې هم په یاد شوي میدان کې رامنځته شوي دي.
دا هم د اعتراضونو، هم انقلابونو او هم لویو مرګونو میدان ګڼل کیږي.
د لندن ترافالگار میدان
1 2 د نړۍ له مشهورو میدانونو سره اشنا شئ!
د لندن ترافالگار هم د نړۍ د لویو او مشهورو میدانونو له جملې څخه دی.
یاد شوی میدان د ناپلیون لخوا د هوراتیو نلسون د بریالیتوب په ویاړ په ۱۸۰۵ کې جوړ شوی دی.
دغه میدان ته نیږدې د یاد شوي هېواد ملي ګالري هم موقعیت لري.
د ماسکو سور میدان
3 1 د نړۍ له مشهورو میدانونو سره اشنا شئ!
دا میدان د روسیې د پلازمېنې ماسکو په زړه کې موقعیت لري.
هم لرغونی دی، هم تاریخي پېښې پکې شوي، هم کلیسا، تاریخي موزیم او نورې برخې لري.
د لینن قبر هم هملته دی، کرملین ماڼۍ او د روسیې د ولسمشر استوګنځی هم همدلته دی.
دغه میدان په ۱۹۹۰ کې د یونیسکو په تاریخي لیست کې ثبت شوی.
د نیویارک ټایمز میدان
5 1 د نړۍ له مشهورو میدانونو سره اشنا شئ!
دغه میدان په امریکا کې د سیلانیانو د ډېر پام وړ دی. هر کال تر ۵۰ میلیونو خلک ورځي او خوند ترې اخلي.
دغه میدان خورا رنګین دی، تابلوګانې پکې شته، رستورانتونه او ګڼ تفریح ځایونه لري.