د فوټبال هغه مشهوره لوبغاړي، چي په جنسي ځورونه تورن سوي!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

په دې راپور کي د فوټبال د ډګر هغه نړیوال ستوري در پېژنو چي په دې وروستیو کلنو کي د انجونو له لوري په جنسي ځورنه تورن سوي دي.
جان تري:
جان تری د فوټبال د نړۍ یو مشهور لوبغاړی دی، چي د انګلستان هیواد دئ.
جان تري د چلسي فوټبال کلب په لوبډله کي لوبډلمشر پاته سوی او د یادي لوبډلي لپاره ئې ډېري لوبي ترسره کړي دي.
هغه په چلسی، تاتنهام فارست او استون ویلا کي لوبېدلی، چي د یادو درو واړه کلبونو لپاره ئې ۵۳۰ لوبي ترسره کړي او ۴۲ ګولونه ئې لګولي.
د هیواد (انګلستان) لپاره ئې بیا ۱۰۷ لوبي ترسره کړي او ۱۶ ګولونه ئې لګولي.
د رسنیو د راپورونو له مخي جان تري د ۱۹۹۹ څخه بیا تر ۲۰۰۹م کلنو پوري د بېلابېلو نجونو سره جنسي اړیکي درلودې.
چي په یادو ښځو کي زیاتره موډلاني او د فلم کارونکي شاملې وې.
57469954.jpg
کریم بنزیما:
د ریال ماډریډ او فرانسې فوټبال ملي لوبډلي تکړه بریدګر لوبغاړی کریم بنزیما د ریال ماډریډ او فرانسې لپاره ډیري لوبي ترسره کړي، چي د یادو دواړو لوبډلو لپاره ئې ډېري ګولوهني هم ترسره کړي دي.
دی په ۲۰۱۵م کال کي د یوې انجلۍ په وړاندي په جنسي ځورونه او د هغې پیښې څخه په تېښته تورن سوی وو، چي هتا بیا فرانسې فوټبال فدراسیون هغه ملي لوبډلي ته هم نه راوباله.
د بنزیما د جنسي ځورني د یادي پيښې ویډيو د بل فرانسوې لوبغاړي متیو والبوئنا سره وه، چي په ظاهره پکښي ښکاري، چي هغه یوه انجلۍ ځوروي.
مګر وروسته د ډېرو هڅو بنزیما په ۲۰۱۷م کال کي بې ګناه ثابته سو او دا قضیه وتړل سوه.
5bc9a3a29a554-1024x576.jpg
ریان ګیګز:
ریان ګیګز د ویلز هیواد او منچسټر یونایټيډ فوټبال لوبډلي خورا قوی لوبغاړی وو، چي د جنسي ځوروني په دې لیست کي شامل دئ.
هغه د منچسټر یونایټیډ لپاره ۶۷۲ لوبي ترسره کړي، چي په یادو لوبو کي ئې ۱۱۴ ګولونه لګولي دي.
هغه اوس د ویلز هیواد لوبډلمشر هم دئ.
په ۲۰۱۱م کال کي یوه کلمبیايي ادعا وکړه، چي ګیګز ئې د ورور له مېرمني سره اته کاله جنیسي اړیکي ساتلي دي.
دې موضوع د یادو دوو ورڼو اړیکي د درو کالو لپاره پرېکړې، تر څو چي یاده قضیه بېرته حل سوه، نو دې وروڼو هم بیرته روغه وکړه.
714056_461.jpg
رونالډو:
تیر ۲۰۱۸م کال کي یوې امریکايي مېرمني د نړۍ پر وتلي فوټبالر کریسټیانو رونالډو تور پوري کړی وو. چي پر دې یې جنسی تیری کړی، خو اوس تازه امریکايي محکمو دا ثابته کړې ده، چي رونالډو پر یادي میرمني جنسی تیری ندی کړی.
امریکايي څارنوالان وايي، چي د یادي قضیې په اړه ئې له تیر ۲۰۱۸م کال راهیسي پلټني پيل کړې، داسي شواهد ئې لاسته نه راوړه، چي رونالډو دي پر یادي امریکايي مېرمني جنسي تیری کړی وي، نو له همدې امله به رونالډو نه محکمه کیږي.
رونالډو تر دې دمه د محکمې ددې تازه پریکړي په اړه څه ندي ویلي.
کیټرین مي یورګا په نوم یوې ۳۴ کلني امریکايي ښځي پر رونالډو تور لګولی وو، چي په ۲۰۰۹م کال کي ئې د امریکا لاس ویګاس ښار په یوه هوټکل کي هغې ته دوکه ورکړې او ورباندي ئې جنسی تیری کړی.
رونالډو، چي د فوټبال یو وتلی لوبغاړی دئ، اوس په ایټالوي کلب جیونټوس کي لوبیږي.
دی تر هغه مخکي په ریال ماډریډ او تر ریال ماډریډ مخکي بیا په منچسټر یونایټیډ کي لوبېدی.
5c3f84903caa1.jpeg
برازیلی رونالډو:
د برازیل فوټبال ملي لوبډلي بریدګر لوبغاړی رونالډو د فوټبال په نړۍ کي یوه تکړه فوټبالر تېر سوی.
هغه په کروزیرو، پي ایس وي ایند هوون، بارسلونا، انټر، ریال ماډریډ، میلان او کورنتیانس فوټبال کلبونو کی لوبېدلی، چي په مجموع کي ئې په یادو کلبونو کي ۳۴۳ لوبي او ۲۴۷ ګولونه لګولي دي.
همدارنګه هغه د برازیل فوټبال ملي لوبډلي لپاره ۹۸ لوبي ترسره کړي، چي په یادو لوبو کي ئې بیا ۶۲ ګولوهني ترسره کړي دي.
دی په ۲۰۰۸م کال کي په یوه شپه کي له درو روسي ښځو سره په تېرېدو تورن سو.
که څه هم دا کړني په برازیل کي عادي دي، خو هلته په هوټل کي همسایګانو ئې په زوره نارې وهلې او پولیسو ته ئې ټلیفون کړی وو.
له هغه وروسته له یادو درو ښځینه وو څه ئې یوې د رونالډو څخه د جنسي ځورني شکایت ثبت کړ.
په آخر کي رونالډو تورن سو چي یاد کار ئې کړی او اقرار وکړ، چي د ژوند تر ټولو لویه غلطي ئې کړې.
1407775_865.jpg
نیمار:
د برازیل هیواد او پي ایس جي تکړه لوبغاړی نیمار هم یو له هغه لوبغاړو څخه دی، چي په جنسي ځورنه تورن سوی.
د نایلا ترینداده مندس په نوم یوې برازیلۍ انجلۍ پر نیمار تور لګولی، چي له دې سره ئې د پاریس ښار په یوه هوټل کي جنسي اړیکي ساتلي دي.
دا وايي، چي نیمار راسره د انسټاګرام له لاري اړیکي پيداکړې.
دا قضیه اوس هم روانه ده.
15580777575992.jpg
د نړۍ پر وتلو فوټبالرانو د جنسي ځوروني دا تورنه نور هم دوام لري، خو دا لا نده معلومه چي په راتلونکي کي به کوم لوبغاړي په جنسي ځورنه تورن سي.