هغه نړیوال فلمونه چې د واقعیت په اساس جوړ شوي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

تاسې به ډېر فلمونه لیدلي وي، خو په دې به نه پوهیږئ چې کوم یې خیالي او کوم یې واقعي کیسه لري.
په دې مطلب کې ځینې هغه فلمونه درپېژنو، چې داستانونه یې واقعیت لري:
The Aviator
https://www.youtube.com/watch?v=fTgCeBjNDCk
دا فلم د یوه مخکښ پیلوټ او فلم جوړونکي هاوارد هاکس د ژوند كیسه ده.
هاوارډ په ۱۹۲۷ – ۱۹۴۷ کلونو کې بریالی فلم جوړونکی شو، خو د وسواس له وجې ې سخته دوره شاته پریښوده.
یاد شوی فلم د The Secret Life کتاب څخه اقتباس شوی دی.
A Nightmare on Elm Street

دغه وېرونکي فلم ډېر لیدونکي وېرولي، خو دا واقعي کیسه ده. د فلم جوړونکي وس کریون دغه فلم په یوه ورځپاڼه کې د نشر شوي واقعي خو لړزونکي داستان په اساس جوړ کړی.
The Hunt for Red October

دا کتاب د ټام کلنسي له کتاب څخه اقتباس شوی او د نړیوالې سړې جګړې اړوند دی. په فلم کې یو پیلوټ غواړي یو امریکایي مذهبي مشر او کارکوونکي یې وځپي.
فلم څرګندوي، چې دغه پلان د امریکایي استخباراتو د یوه مامور لخوا له ماتې سره مخ کیږي.
په دې فلم كې د امریکا د سمندري قوت او جګړو په اړه واقعي معلومات ځای پرځای شوي دي.
Hotel Rwanda

دا فلم په روانډا کې د ۱۹۹۴ کال د یوې واقعي پېښې پربنسټ جوړ شوی او د هوټل دارۍ اړوند دی. په فلم کې د یوې کورنۍ او زرګونه نورو پناه غوښتونکو کیسه کیږي. دغه خلک له یوه محاصره شوي هوټل څخه ژغورل کیږي.
د رونډا هوټل فلم غواړي دا وښيي، چې سیاست څنګه د خلکو پر عادي ژوند لوبې کوي او بشریت تشدد او وژنو ته بیایي.
Rudy

دا فلم خپل لیدونکي سخت حیرانوي. فلم د نیل د رود پرغاړه د یوه چا ژوند تصویروي. دغه کس د مالي او جسمي کمزوریو باوجود په ډېرو سختو شرایطو او مبارزو کې د فوټبال نړیوال ستوری کیږي.
دا فلم هم د واقعیت له مخې جوړ شوی دی.
The Pursuit of Happyness

د سوکالۍ په لټه فلم د هغه سړي واقعي کیسه ده، چې خورا لوړې ژورې شاته پریږدي او په سختو هڅو له ځان نه نړیوال او ستر سوداګر جوړوي.
Beautiful Boy

دا فلم د همدې کتاب د واقعي کیسې له مخې جوړ شوی. په فلم کې یو پلار د معتاد زوی د جوړو کړو ستونزو او بد ژوند سره لاس و پنجې نرموي.
The Perfect Storm

دا فلم هم یوه واقعي کیسه بیانوي. په دې فلم کې د کب نیونې د یوې سوداګریزې بېړۍ د مالک عجیب و غریب داستان تصویري شوی.
The Imitation Game

بندیکت کامبربچ، چې په شرلوک مشهور دی، په دغه فلم کې د یوه لوی عالم آلن تورینگ د پلار رول لوبولی.
په دې فلم کې هم واقعي کیسه بیان شوې او لیدونکي یې تر نورو فلمونو زیات خوند او پند ځنې اخیستلی شي.