لیکنه او راټولونه
هر څه ځانته ښکلا لري، خو د بشر ښایست له هيڅ ښکلا سره ورته نه دی. د الله ج په دې ښایسته خلقت کې ښځه د بشري تاریخ په اوږدو کې د بشریت تر ټولو مظلوم ترینه طبقه بلل کیږي، لطیفه، نازکه او د احساس څښتنه ده.
د ماشوم لپاره فرښته ده، د یو نارینه لپاره ښځه مور ده، خور ده، مېرمن ده، لور ده او ملګرې.
ښځه د نارینه د سترګو تور ده، د زړګي سر ده او د سر تاج، ښځه خوشالي ده او د ټولو ډاډ ده، ښځه د نارینه د ژوندانه د لارې مل ده او د کور رڼا ده، ښځه مینه ده او مینه سپېڅلې ده.
ښځه د سکون سېمبول دی، د عزت خاونده او د زانګو ستره استاده، کوم چي نن په خپلو لاسونو د سبا امپراطور، عام او یو لوی انسان زنګوي.
ځینې پوهان د ښځو په هکله وایي:
ـ ښه ښځه د ښه خاوند محصول دی، ښه ښځه د نارینه صابون دی.
ـ جدي ښځه د واقعي عشق درمان دی.
ـ انتخاب د ښځې او هيندواڼې ستونزمن کار دی.
ـ کور پرته له ښځې هغه څاه ده چې سلواغه نه لري.
ـ ښځه بلا ده ولې هیڅ کوره دې بې بلا نه وي.
ـ ښځه د خدای ج امانت دی له مېړه سره.
ـ بې له ښځې نه شپه تېریږي او نه ورځ.
ـ د ښځې طبیعت لکه سمندر غوندې دی. یوه وړه تیږه پکې ډوبیږي، خو یوه لویه کېږدۍ نه.
ـ ښځې په ماغزو کې یو مضمون لږ او په زړه کې یو احساس ډېر لري.
ـ یواځې هغه څوک چې مینه پېژني، ښځه درک کولی شي.
ـ ښځې کولی شي هر څه لاس ته راوړي، ځکه دوی په هغه چا واکمن دي چې د هر شي واک یې په لاس کې دي.
ـ خدای ښځه د نارینه له ککرې نه ده جوړه کړې چې نارینه پرې امر کوي، او نه یې د نارینه له پښو جوړه کړې چې تل یې مرییي وي. بلکې خدای ښځه یې د نارینه له اړخه جوړه کړې، هغه برخه چې زړګي ته نیږدې ده.
ـ د یوې ښځې کرکټر هغه وخت ښکاري چې مینه ختمېږي، نه هغه وخت چې مینه پیلیږي.
ـ د یوې ښځې لپاره ښایست ځکه تر هوښیارۍ مهمه دی چې نارینه ته کتل اسانه دي، تر اند کولو.
ـ که غواړئ چې پرمختګ وکړئ نو له خپلې ښځې پوښتنه وکړئ.