ښځې ولې یو بل سره سیالۍ کوي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

دا خبره به مو زیاته اوریدلې وي، چې سل نارینه په یوه کوټه کې ګوزاره کوی شي، خو دوه ښځې پکې نه شي کولای.
البته دا له عامو قضاوتونو څخه دی، چې ممکن د ښځو ضد کسانو لخوا رامنځته شوی وي او زیات منطقي هم نه وي.
دلته مو په دې یاده کړه، چې ښځې تر ډېره په یو بل نه زغملو او سرسخته سیالۍ مشهورې دي.
خو ولې دوی یو بل سره په هرڅه سیالي کوي؟
دلته په همدې اړه ځینې جالب او حیرانونکي دلایل درسره شریکوو.
د نه اطمینان احساس
کله، چې یوه ښځه بلې سره مخ کیږي او هغه ورڅخه ښکلې، پياوړې او با استعداده وي، هغه نه شي زغملی.
ښځې تورنې دي، چې له ځانه پياوړې نورې ښځې نه شي زغملی؛ بلکې زر ورسره حساسیت ښيي او مخالفت یې پیدا کیږي.
دوی په عامه توګه نه شي کولای یو بل وستایي او ښه یې یاد کړي.
د دغه وضعیت یو دلیل دا ښودل شوی، چې ښځې په خاص ډول هغوی، چې یو بل سره زیات حسادت ښيي، پر ځان د نه باور احساس لري.
د ژوند پر بې انصافۍ باور
له ښځو سره یو باور دا دی، چې ژوند بې انصافه دی او د دوی په حق کې زیاتی کوي.
دوی فکر کوي، چې هرڅه باید د دوی په شوق و ذوق برابر وي، که داسې نه وي، دوی سمدستي ژوند او نصیب ورسره په زیاتي تورنوي او بد یې ورڅخه راځي.
پر نورو د واکمنۍ احساس
یو ډول ښځې بله رواني ناروغي لري؛ هغه دا ده چې فکر کوي باید تل پر نورو واکمنې وي.
د روان پوهنې له پلوه دا هم ښه کار دی، هم بد.
ښه ځکه دی، چې مثبته انرژي او خوشبیني یوه/ یوې چا ته ورکوي او بد والی یې دا دی، چې له حده زیات باور زیږوي او دا احساس لرونکی واقعیتونه او خپل موقعیت سم نه شي درک کولای.
د نورو سرګرمیو نشتوالی
په عام ډول هغه ښځې له یو بل سره زیاته سیالي کوي، چې د زده کړو، کار، هنر او نورو پرمختګونو په برخه کې چندان د پام وړ نه دي، یا یې بیخي فرصت نه لري.
هغوی، چې د دغو پرمختګونو فرصتونه لري، کولای شي خپل شوق و ذوق پر خپلو وړتیاوو له پانګونې سره یو ډول ترلاسه او نورو سره د حسادت پرځای خپلې هیلې پخپل لاس پوره کړي.