ښځه د کورنۍ تر ټولو پیاوړې او مهربانه غړې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د کورنۍ غړي یو له بل سره، فزیکي او روحي تړاو لري، چې په دغه تړاو یا د کورنۍ د جوړېدو په نقش کې تر ټولو مهم نقش بیا هم د ښځې دی.
د ښځې نقش په کورنۍ کې د یوې روزونکې دی، که چېرته باسوداه وي، اولادونه سم روزولی شي، ځکه چې د اولاد روزنه له کوره پیلیږي.
ښځه د کور مېرمن ده، مېرمنې کولای شي، چې د خپل کور تنظیم او ترتیب وکړي، هغوئ چې د کورنۍ په جوړښت او د کور په تنظیم کې ځانګړې پوهه او تجربه ولري، د کورنۍ په نظم او ډسپلین هم اغېز درلودلی شي.
ښځه په کور کې خور او لور ده، چې ددې په رویې او عاطفه د وروڼو زړونه خوښ او د پلرنو عاطفې ورسره دي؛ نو ددې ټول با وجود دین ځکه راته وایي:
“د مور تر پښو لاندې جنت دی”
ښځه په وجود نازکه ده خو د یوې داسي پیاوړي ځواک خاونده ده چې د هر ډول غمونو او کړاوونو زغم لري هر درد او زغم ته په هماغه ډول یې ځان ورته عیاروي؛ خو هیڅکله نه غواړي د خپلو دردونو او کړاوونو له امله خپل ورور، خاوند پلار او یا هم اولادونه په درد او اندېښنو کې وګوري.
که هر څومره درد ولري هم، خو د خپل کورنۍ په وړاندې یې د یوې مسکا شاته پټوي تر څو هیڅکله خپل کورنۍ خفه ونه ویني.
ما مې مور لېدلې، چې خپله وږې کېنستلې، او هماغه مړۍ یې خپلو اولادونو ته ورکړې، ما مېرمن ليدلې، چې خپله په زاړه ټیکري او زړو کالیو کې ګرځېدلې، خو مېړه ته یې نوي کال ور اغوستې، او ورته ویلې یې دي، چې مجالسو کې کېنې، تاسو د بیرون خلک یاست، بده ده چې کالي دي زاړه یا خیرن وي.
خلاصه د ژوند ټول کړاوونه پر ځان اخلي، تر څو مقابل لوری، که هغه خاوند دی، که پلار دی، که ورور دی که زوی دی، چې هغه خوښ وګوري او خوشحالې یې پر برخه شي.
ښځه د ژوندون بله ډیوه ده، که ښځه په هغه کور کې نه وي هغه بله ډیوه به تل مړاوي وي.
هغوی چې په کورنۍ کې د سکون، خوښۍ او ښیکڼو په لټه وي، باید د کور د ښځو درناوی وکړي. ښځو ته په کورنیو کې د کمي احساس ورکول کورنۍ نیمګړې کوي. ښځو ته په کور کې د کارګرو په سترګه کتل او داسې فکر کول چې یوازې د کور کارونو ته پیدا ده، نیمګړې او پر بې عدالتۍ ولاړ تفکر دی.
ښځه هغه څوک ده چې ماشوم ته په زانګو کې د هېواد سندرې وایي، ښځه هغه څوک ده چې ماشوم ته په زانګو کې د غېرت سندرې وایي، ښځه د ماشوم لپاره اسماني فرشته ده.
دا خبره به ناسمه نه وي چې ووايو، ښځه د خدای ج یو لوی او ښکلی خلقت دی. او خدای په داسې وړتیاوو هست کړې چې د یوې کورنۍ د هوساینې، یووالۍ او سوکالۍ رازونه ورسره تړلي دي. د کور له کارونو رانېولې، د اولادونو تر روزنې، د کورنیو له نارینه وو سره تر مرستې او له کور څخه بهر تر کار کولو پورې یوه ښځه د ورځې ډېر چارې سنبالوي. ځکه باید ومنو چې ښځه پیاوړې، ځواکمه او د کورنۍ اساس دی.