د (Wi-Fi) کارولو ۵ زیانونه او بیرته یې ۵ حل لارې

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
په ننۍ نړۍ کې ډیری خلک په خپلو کورونو کې د وای ـ فای سیسټم لري او ترې ګټه اخلي، خو ایا کارول یې بې خطره دي او که نه؟
ځینې داسې اندیښنې شته چې ګوندې د وای ـ فای کارول خطر لري او زموږ او ستاسې روغتیا ته زیان رسوي، په ځانګړي توګه د ماشومانو روغتیا ته. همداراز، داسې هم ویل شوي چې زموږ د بدن په ځینو برخو لکه، ذهن او د خوب په کیفیت منفي اغیز لري.

وای ـ فای څنګه خطرناک دی او په کومو شیانو منفي اغیز لري؟
۱. د ماشومانو وده
د وای ـ فای په سترګو نه ښکاره کیدونکې (بې حرارته) راډیویي فریکونسي کولی شي چې د انسان په نورمالې بیالوژیکي ودې منفي اغیزه وکړي، په ځانګړي توګه د جنینو په ودې. په حقیقت کې، د دغه اتصالاتي سیسټم وړانګې په ماشومانو او ځوانانو کې د نسجونو په ودې منفي اغیز لري.
په همدې اساس، د وای ـ فای کارول د انسان د ودې لپاره ډیر زیات خطر پیښوونکی دی او د انسان د طبیعي ودې مخنیوی کوي.
۲. د بې خوبۍ ناروغي
ډیری خلک د بې خوبۍ له ناروغۍ کړیږي او د خوب د یوې نامنظمې بیلګې شاهدان وي، چې دا هرڅه د وای ـ فای د فریکونسۍ د څپو خپریدو او د شپې له مخې د خوب تخت ته نیږدې د ټیلفون ایښودو پایله ده. په همدې اساس، هغوی چې په داسې یوه چاپیریال کې ناسته پاسته کوي، چیرې چې الکترومقناطیسي وړانګې زیاتې وي، معمولاً د بې خوبۍ له ناروغۍ سره لاس و ګریوان وي او د خوب کمښت د انسانانو روغتیايي حالت په جدي ډول له ګواښ سره مخ کولی شي.

۳. ذهن فعالیت له کاره غورځوي
که په ذهن کې دې څه نه کښیني او هرڅه دې له یاده ځي او یا هم په یوه څه باندې تمرکز نه شې کولی، نو دا ټول هرڅه د وای ـ فای کارولو پایله ده. ځکه چې وای ـ فای د ذهن د فعالیت کچه راټیټوي او ورو ورو په تدریجي ډول یې له کاره غورځوي.
۴. شنډیدیل (عقامت)
د نارینه و د تناسلي اله له یوه بل ګواښ سره هم مخ ده، چې هغه هم د وای ـ فای کارول دي، خو څنګه؟ څیړنو ښودلې چې د وای ـ فای کارول د نارینه و د منیو (سپرم) کچه راټیټوي او د ډي ان اې (DNA) د ټوټه کیدو باعث ګرځي. همدارنګه، ښايي د نسل په تولید باندې هم منفي اغیز ولري او کیدایشي چې د میندوارۍ (حاملګي) د غیر نورمال کچه هم لوړه کړي.
۵. د زړه ناروغي
الکترومقناطیسي وړانګې په ډیرو خلکو منفي اغیز کوي او د زړه د ضربان لوړولو لامل ګرځي. په همدې اساس، د وای ـ فای کارول کولی شي چې د انسانانو د زړه د ناروغیو کچه لوړه کړي.
څنګه کولی شو چې ځان ترې وساتو؟
اړینه نه ده چې د وای ـ فای خطرونه څومره دي، خو له نیکه مرغه داسې لارې چارې شته چې له مخې یې موږ کولی شو له منفي اغیزو یې ځان وساتو:
۱. د وای ـ فای دستګاه هیڅکله په خپل پخلنځي او یا هم د خوب په خونه کې مه ځای پر ځای کوئ او وړاندې له دې چې د خوب تخت ته ولاړ شئ، نو په کور کې د وای ـ فای ټولې دستګاوې غیر فعاله کړئ.
۲. ټیلفون مو د خوب له تخت څخه (۳-۵) متره پورې لرې ږدئ
۳. په ټیلفون کې د خبرو کولو لپاره ګوشکي وکاروئ
۴. میندواره میندې باید خپلې خیټې ته نیږدې ټیلفون کینږدي
۵. کله چې په خونه، دفتر او یا هم موټر کې ناست یۍ، نو ټیلفون مو له ځان څخه لرې کیږدئ.