څنګه خپل کور کې د خسرګنۍ د مداخلې مخه ونیسو؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق
په کورنیو کې د خسرګنیو لاسوهنه یوازې په افغانستان نه، په نورو هېوادونو کې هم شته.
تاسې به حتماً ځینې بهرني سریالونه لیدلي وي، چې د نورو هېوادونو خلک هم کورني جنجالونه لري او یو دلیل یې د دوی په چارو کې د خسرګنیو مداخله وي.
دلته به  ځينې مشورې درسره شریکې کړو، چې په عملي کیدو سره یې تاسې پخپلو کورنیو کې د خسرګنیو د مداخلو مخنیوی کولای شئ.
د مینې کمی مه راولئ
ستاسې په کور کې د خسرګنۍ د مداخلې یو لوی دلیل دا وي، چې مېرمنه مو ستاسې له کافي مینې برخمنه نه وي.
یا ستاسې یا ورسره ستاسو د فامیل لږه مینه سبب کیږي، چې خپل فامیل ته مخ واړوي، راشه ـ درشه، ټلیفوني اړیکې او نور موضوعات زیات کړي.
دوی ستاسې د مینې د کمي له وجې خپل فامیل ته مخ اړوي.
که تاسې خپلې مېرمنې ته پوره مینه ورکړئ او د کمي احساس ورنه کړئ، هیڅکله یې پلرګنۍ ته مخ نه اوړي.
د هغوی لارښوونې او مشورې اوري، عمل پرې کوي او دا عمل ستاسو کور کې د لانجو او ناندریو سبب ګرځي.
که غواړئ، چې کور مو د ناندریو سره زیات مخ نه شي، خپلې مېرمنې سره قوي اړیکې وپالئ او مه یې مجبوروئ، چې پلرګنۍ ته یې مخه شي او ستاسې کور ته شر راوړي.
د اړیکو حریم وساتئ
مور وپلار حق لري، چې د زوم کور کې د خپلې لور وضعیت وپوښتي او ځان ورنه خبر وساتي.
خو دا ځان خبرول باید د هغې د شخصي ژوند په حریم کې تر مداخلې ونه رسیږي.
کله چې وینئ خسرګنۍ مو د ژوند د ملګرې په ژوند کې له حده زیاتې مداخلې ته زړه ښه کوي، له هماغه پيله اول خپله مېرمنه او بیا یې پلرګنۍ وپوهوئ، چې د اړیکو حریم نقض نه کړي.
که داسې ونه کړئ، وروسته دا لړۍ چټکیږي او په لوی جنجال بدلیږي.
د پیسو اغېزې کم کړئ
ځینې وخت اقتصادي موضوعات هم سبب کیږي، چې خسرګنۍ ستاسې په کور کې د مداخلې موقع پیدا کوي.
که ستاسې اقتصاد چندان ښه نه وي او خسرګنۍ مو ستاسې مېرمنې ته پیسې ورکوي، یا نورې مرستې ورسره وکړي، په دې ډول هم ستاسې په کور کې د مداخلې زمینه مساعدیږي.
ستاسې کور کې ممکن ورینداره/ وریندارګانې هم وي، د هغوی پلرګنۍ ښایي دومره شتمن نه وي یا وي خو خپلې لور سره مرسته ونه کړي.
دا وضعیت هم ستاسې کور کې جنجال جوړوي. له دې سره مو په کور کې د خسرګنۍ د مداخلې زمینه برابریږي.
که مو اقتصاد ښه نه وي، نو هڅه وکړئ چې له مالي لحاظه پر خسرګنۍ تکیه نه شئ او په دې ډول مو په کور کې د مداخلې زمینه مساعده نه شي.
د رخصتیو درد سر
ځینې وخت رخصتۍ په درد سر بدلیږي؛ تاسې غواړئ خوند ورنه واخلئ او کورنۍ سره پکې ارام وکړئ، یا چکر ووهئ.
خو خسرګنۍ مو کیدای شي ټینګار ولري، چې هغوی کره ورشئ او یا دوی درکره راشي.
تګ راتګ ښه ده، چې وشي، خو په یوه چوکاټ کې یې وساتئ.
زیاته راشه درشه هم ستاسې په کور کې د مداخلو سبب کیږي. ستاسې د رخصتۍ په اړه پریکړه خپله یوه مداخله ده، چې باید وار د مخه یې مخه ونیسئ.