د ښځې او خاوند ترمنځ همدلي او پر ګډ ژوند یې اغېز

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
په ګډ ژوند کي د مېړه او ماینې ترمنځ همدلي خورا ستر اهمیت لري. ډېری وختونه همدلي کولای سي پرته له دې چي د مېړه او ماینې ترمنځ توافق موجود وي، ناراحتۍ لېري کړي. داسي نه ده چي ډېری وختونه ناراحتۍ او منفي هیجانات د مشکلاتو د شتون په خاطر وي بلکي د مېړه يا ماینې د عدم همدلۍ او نه درک په خاطر وي. د ژوند هغه ملګری/ې چي ځان ورته یوازي او قرباني ښکارېږي.
همدلي د یو شمېر نظرپوهانو په وینا، د نورو د احساس درک کولو په معنا ده او یو شمېر بیا د بل کس په هیجاناتو کي اشتراک پیداکول او د هغوی د ذهني تجربې د درک کولو وړتیا ته همدلي وايي.
همدلي یعني چي وکولای سو نور درک کړو پرته له دې چي هغوی رد یا تائید کړو. پرته له دې چي زړه سوی یا مو بې پروايي کړې وي. همدلي همدې ته وايي چي مقابل طرف پوه سي چي زه ئې په حال، د چار چلند پر سبب او… پوهېږم، درک کوم ئې او غافله و بې خبره او بې تفاوته نه یم. نو چي هر ډول غبرګون ولرو هغه که د مقابل طرف مطلوب وي یا نه، خو یوه مهمه ګټه لري.
هغه ګټه ئې دا ده، چي له ډېرو بې هدفو کوښښونو او بحثونو څخه مخنیوی کوي. هر څوک چي د خپل مقابل طرف د همدلۍ احساس درک کوي نور نو خپله انرژي د ځان پر تفهیم او نورو په اړه پر خپلو احساساتو نه متمرکزوي او نه هم د پاملرني را اړولو کوښښ کوي. تر دې دمه د نیمايي منزل لاره وهونکي ګڼل کېږي. په دغه وخت کي توافق ته د رسېدو امکان او حتی د مشکلاتو د حل امکان خورا زیاتېږي. په همدلۍ سره کولای سو چي منفي احساسات په مثبتو هغو تبدیل کړو په دغسي حالاتو کي به د مشکلاتو صرفنظر کول ستونزمن کار نه وي.
همدلي؛ د صادق او شبانې د مشکلاتو حللاره
شبانه د خپل مېړه د کار په خاطر مجبوره سوه چي له کورنۍ څخه لېري په یوه بل ښار کي ژوند وکړي. دغه لېري والی او یوازیتوب، هغه وخت د دې له نظره یو جدی مشکل ګڼل کېږي چي کله ئې مېړه هغه صرفنظر کوي. شبانه وايي چي صادق ځان داسي اچوي ګواګي هیڅ سوي نه دي. ما ته ئې د دې حق نه راکاوه چي ناراحته اوسم. زما ناراحتي به ئې بې مفهومه او بې معنا ګڼله. د هغه دغه چلند زما ناراحتي په عصبانیت تبدیلوله تر داسي ځایه چي ژوند له ادامې ورکولو څخه ناهیلې سوم.
صادق وايي چي زه همېشه پوهېدلم چي شبانه پر حق ده خو ما فکر کاوه چي باید دغه موضوع کوچنۍ وایسوم څو هغې ته بې اهمیته سي. ضمناً مي داسي فکر کاوه چي یوازینۍ لاره ئې زما د کار او مسلک تغیرول دي او هغې دغه موضوع هم نه سوای تحملولای. خو کله چي مي د شبانې په خاطر پرېکړه وکړه چي خپل مسلک او کار تغیر کړم شبانې خپله زما دغه پرېکړه و نه منله. خو زما دغه حسن نیت وکولای سوای چي زموږ د مشکلاتو په وړاندي د حل لاري پرانېزي. ما اوس ښځي خورا ښه پېژندلي دي.
د صادق د تصور باوجود، یوازي ښځي دغسي نه دي هر کس همدلۍ ته اړتیا لري. شبانې د صادق له کار او کسب سره مشکل نه درلود د هغه له اخلاقو او کړه وړو سره مشکل درلودی. هرکله چي خپلو دلایلو ته پرته له ښکاره او صریحو توضیحاتو او د نورو په درک کولو کي زموږ د حسن نیت ښکاره کولو پرته، پر خپلو نظریاتو او دلایلو باندي ټینګار کوو نباید د همراهۍ تمه ولرو.
د ژوند له ملګري سره همدلي باید جدی وګڼو
که ستاسي د ژوند ملګری/ې احساسوي چي تاسي هغه نه درک کوئ حتی که د هغه/ې دا فکر هم غلط وي، بیا هم ستاسي ترمنځ یو دېوال سته؛ د منفي باورونو یو دېوال. تاسي باید دغه وړتیا ولرئ چي وکولای سئ هغه پوه کړئ. خو دغه درک کول هم د منلو او تسلیمېدلو په معنا نه دي. بلکي یو د بل د هیجاناتو او احساساتو تفهیم او تفاهم دئ. که د مېړه او ماینې ترمنځ اختلافات وي دغه اختلافات باید غیر عاطفي هغو ته متوجه وي.
زما د ژوند ملګری/ې باید داسي احساس و نه کړي چي مشکل په ما حلېږي خو زه نه غواړم چي دغه کار وکړم. تر هغو چي دغسي یو تصور موجود وي، حتمن به په ژوند کي ناخوښه او منفي احساسات هم نفوذ کوي. بلکي که کوم مشکل وي، باید داسي وفهمول سي چي په دغه یا هغه دلیل دغه مشکل زموږ له توانه وتلی دئ. یا دا چي د دغه مشکل د تحملولو په خاطر په راتلونکي کي زموږ د دواړو په ګټه دئ.
کله چي په ژوند کي همدلي نه وي هر څوندي هم چي یو د بل له پاره مصرف وکړو هغه خوږ او د خوشحالۍ احساس چي باید د مېړه او ماینې په منځ کي وي نه ترلاسه کېږي. دا د مېړه او ماینې دواړو غوښتنه او تمه ده چي د میني وړ وګرځول/ه سي. هرکله چي له مېړه او ماینې څخه یو ئې احساسوي چي له هغه/ې سره د یوه کوچني یا پردي په شان رفتار کېږي ځورېږي. او له کومه چي د ماینې او مېړه د تعاملاتو عاطفي اړخ خورا زیات دئ یو کمزوری احساس، دواړه آزارولای سي. په همدې آساس باید د دغسي مشکلاتو د حلولو له پاره باید ټول یو له بل سره د همدلۍ هُنر زده او تمرین کړو په خاصه بیا د ژوند د ملګري پر وړاندي باید ځانونه د همدلۍ حس په رعایتولو باندي مکلف وګڼو.