ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
دمخه تر دې چي په لیکنه پیل وکړو، باید یادونه وکړو چي له دغو روشونو څخه ئې هیڅ یو هم مخاطب ته د زیان یا ضرر رسولو په خاطر نه دي. په حقیقت کي دغه مقاله ستاسي سره مرسته کوي چي د ارواپوهنيزو روشونو په مرسته سره پر خپلو شاوخوا کسانو باندي اغېز وښندئ پرته له دې چي هغو ته کوم زیان واړوئ یا ورباندي حمله وکړئ څو هغوی غبرګون ته اړباسئ او یا هغوی بد او خراب احساس وکړي. دغه لس روشونه یا چلونه عبارت دي له:
۱۰ـ له هغه/ې غوښتونکي سئ
یو وخت بنجامین فرانکلین غوښتل چي یو سړی تر خپل اغېز لاندي راولي او کیسه داسي وه چي د هغه کس له ده سره جوړه نه وه. بنجامین له نوموړي کس څخه وغوښتل چي ده ته کوم ارزښتمن کتاب د څه وخت له پاره په پور ورکړي او تر کتاب اخیستلو وروسته ئې له هغه سړي څخه په مهربانۍ سره مننه وکړه. په پایله کي هغه کس چي هیڅکله د بنجامین سره خبرو کولو ته حاضر نه و د نوموړي په یوه ښه دوست او ملګري تبدیل سو. د فرانکلین په وینا:” کله چي څوک ستاسي سره مهرباني وکړي او يا ستاسي په حق کي درسره لطف وکړي، نور نو ستاسي په وړاندي د هغه له پاره د مهرباني او محبت کول تر هغه کس ډېر آسانه کېږي چي تاسي ورسره مِهر او محبت کړی دئ “
څېړونکو دغه نظریه پر دوو ډلو خلګو وازمویله او یوې ورته پايلي ته ورسېدل. که څه هم په لومړي وار معلومېږي چي کله تاسي کوم شخص ته ګټه رسوئ او د هغه/ې له پاره کوم کار کوئ تمه لرئ چي هغه کس ستاسي د کار په قدر پوه سي او لا ډېر ستاسي سره مینه ولري، خو څېړونو بیا متفاوتي پایلي موندلي دي. هرکله چي تاسي د کوم شخص له پاره کوم کار کوئ په پایله کي د هغه/ې په وړاندي ستاسي تمایل لا ډېرېږي او دا ځکه چي موږ خپل کارونه تجزیه او تحلیلوو او کله چي کوم شخص ته ګټه رسوو د ځان له پاره دغه توجیه او سبب پیداکوو او د انګېرل سوو دلایلو په نتیجه کي طبعاً د هغه شخص سره علاقمندان کېږو.
۹ـ ستر هدف وټاکئ
ځیني وخت دغه روش ته په مخامخ رفتارونو کي مذاکرې ته د ور ننوتلو هغه ویل کېږي. تاسي له یوه فرده په یوې ستري او حتی غیر منطقي غوښتني په مطرح کولو سره کار پیلوئ. تر مطرح کولو دمخه پوهېږئ چي د مخاطب جواب په زیات احتمال سره منفي دئ او د منفي جواب تر اورېدو وروسته خپله غوښتنه تغیروئ او خپله اصلي غوښتنه مطرحوئ.
فرد به ستاسي د لومړۍ غوښتني د نه پر ځای کولو څخه بد احساس ولري په خاصه بیا چي کله ستاسي غوښتنه غیر منطقي وي. ځکه نو کله چي تر لنډ ځنډ وروسته تاسي کوچنۍ او عقلاني غوښتنه لرئ داسي احساسوي چي باید ستاسي سره مرسته وکړي. څېړونکو دغه نظریه وڅېړله او وې لیدل چي خورا ګټوره ده.
۸ـ په خبرو کي شخص په خپل نوم یا ئې په تخلص مخاطبوئ
د دیل کارنګی په وینا، چي د” څنګه پر خپلو ملګرو بريالي سو او پر خلګو اغېز پرېښېدونکي اوسو “ کي وايي چي په خبرو اترو کي د مخاطب شخص نوم اخیستل خورا اهمیت لري. د هر انسان نوم د هر چا پر ژبه خورا خوږ او ښایسته ږغ لري چي هر څوک ئې اورېدونکی دئ. د فرد نوم د هغه د هویت یوه برخه ده او له مخاطبه ئې اورېدل د فرد د حضور او هغه د اعتبار د منل کېدو په معنا دئ او په پای کي په فرد کي خورا مثبت احساس رامنځ ته کوي.
له تخلصه یا یوې نوموني څخه استفاده کول خورا اغېزناک دي. مطرح سوې نظریه دا ده، چي کله تاسي د افرادو د یو شمېر خاصو رفتارونو په رقم چلند کوئ په تدریج سره په هغه شخص بدلېږئ، کېدای سي دغه نظریه یوه آسانه او ساده پېش بینی و ایسېږي. پر افرادو باندي د تاثیر یا اغېز ښندلو له پاره تاسي کولای سئ هغوی هغه څه ته چي په حقیقت کي غواړي اوسي سوق کړئ په پایله کي به هغه هڅه وکړي چي ستاسي د خوښي وړ کس جوړ سي. د مثال په توګه: کولای سئ یوه فرد ته په ملګري یا زما دوسته خطاب وکړئ او يا په کارځای کي کوم فرد په: زما مشره زما استاده ونوموئ. البته دغه ځیني عواقب هم لري چي غوره ده توجه ورته وکړئ.
۷ـ چاپلوسي وکړئ
کېدای سي په اول وار دغه چل ډېر ساده او بد معلوم سي خو څېړونکو د چاپلوسۍ په وړاندي د افرادو پر غبرګون باندي د څېړونو په ترڅ کي دا معلومه کړه چي په دغه برخه کي خورا د پام وړ ټکي سته. تر معقول حد زیاته چاپلوسي بیا په خپل وار سره خورا زیات زیانونه لري.
که ئې په ساده الفاظو ووایو، خلګ همېشه په دغه هڅه کي دي چي د خپلو افکارو او احساساتو په برخه کي په یوه حالت کي متعادل اوسي. ځکه نو کله چي تاسي د کوم فرد په وړاندي غوړه مالي او چاپلوسي کوئ چي هغه پر خپل نفس خورا زیات باور لري – نوموړی/ې ستاسي دغه چاپلوسۍ ته د صداقت او رښتینولۍ په سترګو ګوري او ستاسي سره د لا زیاتي هوسایني او راحتۍ احساس کوي خو په هغه حالت کي چي فرد پر خان باور نه لري او یا ډېر کم پر ځان باور لري – بیا دغه چاپلوسي کېدای سي سرچپه او معکوس اغېز ولري او حتی ستاسي د ستایني او چاپلوسۍ په وړاندي دفاعي حالت غوره کړي. له دغي نظریې څخه داسي برداشت اخیستل کېږي دا دي، چي د هغو افرادو د پیاوړتوب ټکي لا پُر رنګه کول چي هغوی خپله هم پر هغو ټکیو پوهېږي او افتخار ورباندي کوي.
۶ـ سرچپه یا معکوس رفتار وکړئ
معکوس رفتار چي تر ډېره په تقلید سره پېژندل سوی دئ داسي یو کار دئ چي ځینې خلګ ئې په طبیعي ډول کوي. ساده مثال ئې هغه وخت دئ چي یو څوک زموږ سره په خورا آرام ږغ خبري کوي. تر ډېره پوري په ناپوهېدلي ډول زموږ ږغ هم له عادي حالته راکښته کېږي. له دغه مهارته استفاده په حقیقت کي د لمرګلي رفتار ته ورته دئ. د افرادو رفتار کاپي کول که په پوهېدلي ډول اجراء کړه سي، د یوې دوستانه او ګټوري اړیکي له پاره خورا عالی روش کېدای سي.
څېړونکو د هغي څېړنو له مخي چي په دغه برخه کې کړي دي دا معلومه کړه چي افراد د خپلو مقلدینو په وړاندي غوره احساس لري او تر دې په زړه پوري دا ده، چي عموماً په خلګو کي دغه نظریه سته چي د کومو کسانو د رفتارونو تقلید کېږي هغوی خورا ښایسته او غوره رفتارونه لري او د دوئ له رفتارونو څخه تقلید کول ددې سبب کېږي چي د خوشحالۍ احساس ولري. دغه اعتبار دوئ ته پر ځان لا زیات باور ورکوي او په پایله کي لا ډېر خوشحاله وي، اړیکي په ښه ډول مدیریت کوي او ډېر کم څوک له ځانه لېري کوي.
۵ـ خپله غوښتنه مو د فرد د ستړیا پر مهال څرګنده کړئ
هرکله چي فرد خسته وي، ډېر احتمال سته چي ستاسي غوښتنه یا بیانیه ومني. د ستړیا پر مهال، یوازي بدن له فزیکي اړخه خسته نه وي بلکي ذهن هم د انرژۍ او تحلیلګرۍ د سطحو له لحاظه په کښته نقطه کي وي. ځکه نو کله چي تاسي له یوه خسته او ستړي کس څخه غوښتنه لرئ معمولاً سوال سم نه اوري. بلکي د کار کول سبا یا بل وخت ته ځنډوي. په حقیقت کي ددې له پاره چي هرڅه ژر ستاسي له چل او روشه نجات پیداکړي ژمنه کوي چي وروسته به ستاسي غوښتنه در پر ځای کړي.
موږ اکثرو دغسي تجربې په ماشومتوب کي تېري کړي دي. تر خوب دمخه به مو بهانې کولې او له والدینو به مو غوښتني لرلې چي د وخت په ژمنه کولو سره به مو بیداري مهارېدله. خبره دلته ده چي افراد معمولاً د خپلو هغو خبرو په وړاندي چي کړې دي او ژمنې کړي دي – د تعهد احساس لري او کله چې ستړیا ولاړه ستاسي غوښتني به در پوره کړي.
۴ـ داسي وړاندیز ورته وکړئ چي فرد و نه سي کولای هغه رد کړي
کار مو په یوه کوچني او کم پېشنهاد سره شروع کړئ. حتی کولای سئ چي د خپلو څو پرېکړو په اړه د فرد موافق نظریات وغواړئ کله چي فرد ستاسي سره په مرسته کولو شروع کوي ددې زیات احتمال سته چي دغه کار ته ادامه ورکړي او تاسي کولای سئ په تدریج سره خپلي زیاتي او ستري غوښتني مطرح کړئ. پوهانو دغه نظریه د بازارموندني په برخه کي کارولې ده او خورا مثبتي پایلې ترلاسه کړي دي. څېړونکو په لومړیو کي له خلګو وغوښتل چي له ځنګلونو او هستوګنې محیطونو څخه د ساتني په اړه خپل موافقت وښيي چي دا یوه ساده او مشکل نه زېږوونکې غوښتنه ده. ااوس نو د دغي موافقي ډلي قانع کول د هغو محصولاتو د پېر له پاره چي ګټه ئې د هستوګني محیط ته رسېږي – خورا ساده کار دئ. څېړونکي په دې باور دي چي د غوښتنو ترمنځ فاصله هم خورا اهمیت لري. په حقیقت کي فرد باید په پرله پسې ډول غوښتني مطرح کړي؛ کله چي مو لومړۍ غوښتنه مطرح کړه څو ورځي صبر وکړئ او بیا ورپسې بله غوښتنه وکړئ.
۳ـ خاموشه اوسئ
کله چي ستاسي مخاطب کومه غلطه خبره کوي او یو ناسم تفکر لري کوښښ وکړئ چي هغه اصلاح کړئ. کارنګي په خپل مشهور کتاب کي ویلي دي چي په خبرو اترو کي د افرادو پر اشتباهاتو باندي مکث کول معمولاً غیرضروري دي او تر ډېره پوري د یوې خوښي او خوشحالي مکالمې د پای ته رسېدو سبب کېږي. په حقیقت کي کله چي تاسي پوهېږئ چي مخاطب مو غلط دئ یوه موثره او ګټوره لاره سته څو خپله مکالمه په خورا مودبانه شکل مدیریت کړئ.
دغه خورا ساده نظریه ده. د استدلال پر ځای په دقت سره غوږ ونیسئ او ګډ ټکي او د خپل بحث د شروع له پاره مشترکه نقطه پیداکړئ. پر نظري توافق باندي په تاکید سره چي په خپلو کې لرئ خپله موضوع او خپل شرایط تشرېح او توضېح کړئ او مسایل په شفاف ډول بیان کړئ په دغه حالت کي فرد ستاسي د خبرو اورېدو له پاره ډېره علاقمندي لري او حتی په لاشعوري ډول تاسي ته اجازه درکوي چي پر تفکراتو ئې اغېز او نفوذ وکړئ او یو شمېر موارد ئې اصلاح کړئ.
۲ـ څه چي وايي هغه تائید او تکرار کړئ
یو له ډېرو موثرو روشونو څخه چي کولای سئ پر افرادو باندي تاثیر وکړئ داسي ښودل دي چي تاسي د هغوی په خبرو پوهېږئ او د هغوی منظور او احساس درک کوئ چي دا خپله د همدلۍ احساس رامنځ ته کوي. د همدلۍ د دغه احساس ښکاره کولو له پاره یو هم د مخاطب نظریات او خبري تائیدول او تکرارول دي. څېړونو ښودلې ده کله چي ارواپوهان په ښه او موثر ډول د خپلو مریضانو خبري اوري، مریضان لا ښه اړیکي ساتي او د خپلو شرایطو او حالاتو تفسیر او بیان په ډېر شفاف او صادقانه ډول ورکوي.
په ټولییز ډول کله چي افراد د خپلو خبرو له پاره یو اورېدونکی پیداکوي د لا زیات امنیت او خوندیتوب احساس لري په پایله کي لا ښې اړیکي رامنځ ته کوي او ستاسي د نظریاتو او غوښتنو د منل کېدو لا زیات احتمال سته.
۱ـ د سر په حرکاتو سره د خپل مخاطب تائید وکړئ
څېړونکو موندلې ده چي د مطرح سوي بحث سره د نظر د موافقت په معنا د غوږ نیولو پر مهال د سر ښورول، کولای سي چي د لا غوره اړیکو په رامنځ ته کولو کي موثر وي. همدارنګه کله چي تاسي همېشه د سر په ښورولو سره خپل مخاطب تائیدوئ، د دې زیات احتمال سته چي ستاسي د خبرو پر مهال هغه په لاشعوري ډول ورته حرکات وکړي څو ستاسي نظریات او عقاید ئې تائید کړي وي.