روغتیا نړیوال سازمان: پرمختللي هیوادونه دې بیوزلو ته د کرونا واکسین کې مرسته وکړي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې په شتمنو هېوادونو کې د ماشومانو د کورونا پر وړاندې د واکسین کولو دمخه باید د نړۍ په کچه په بیوزلو هېوادونو کې واکسین پیل شي.

یاد سازمان وايي، پرمختللي هېوادونه باید د “کوویکس” په برنامه کې د کورونا واکسینونه ډالۍ کړي.

د نړیوال روغتیایي سازمان مشر، “ټیډروس اډانوم” وایې؛ شتمن هېوادونه اوس ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته واکسین کوي ​، پداسې حال کې چې بېوزله هېوادونه په سختۍ سره نشي کولی د طبي پرسونل او زیان لیدونکیو لپاره د کورونا واکسین پیل کړي.

هغه وویل، چې ځوانو او سالمو خلکو ته د واکسین کولو پرځای، شتمن هېوادونه باید د کوویکس ګلوبل واکسین شریکولو کې مرسته وکړي، ترڅو په ټولو هېوادونو کې له اړمنو خلکو ساتنه وکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.