کاويا کامران هغه نجلۍ ده چې په انټرنيټ کې پدې ورستيو ورځو کې ورباندې زيات بحثونه روان دي.
وروسته تر هغې چې حيدراباد د بنګلور په وړاندې د تېرې چهارشنبې په ورځ ماته ومنله ،کاويا سخت عصاباني وه ،چې د همدې حالت عکسونو او ويډيوګانو يې د کريکټ مينوالو په منځ کې پر ټولنيزو رسنيو شور جوړ کړ.
Another match, another disappointing performance!! Only Warner & Bairstow can't win matches. Others need to step up.
.
WILLIAMSON PLEASE COME BACK FOR HER! 🙏#KaviyaMaran #SRHvMI pic.twitter.com/yAvwXXRrs4— NK 🇮🇳 (@nirmal_indian) April 17, 2021
تاسو به هم کله کله ددې نجلۍ په اړه فکر کوئ چې ولي د سنرايزر حيدراباد هري لوبي ته راځي په بريا يې خوشحاله کېږي او په ماتې يې خواشنې کېږي،موږ يې در پېژنو.
کاويا ماران د سنرايزر حيدراباد لوبډلې د څښتن کلانيتي ماران لور ده.
دا ۲۹ کلنه مجرده نجلۍ د حيدراباد لوبډلې شريکه ده،د سن ميوزيک،سن ايف ايم او سن ټلويزيون د شبکې سره هم شراکت لري.
ددې پلار کلانيتي ماران د پخواني وزير مراسلي ماران زوی او د تاميل ناندو د پخواني اعلی وزير کارونانيدي لمسی دی،همدارنګه د سن ګروپ چې راديو،تلويزيون،اخبار،اونيزه او د فلمونو د پروډکشن لري، رئيس او بنسټ ايښوودونکی دی.
کاويا په سوداګرۍ او مديريت کې د نيويارک د پوهنتون څخه د ماسټرۍ په کچه فارغه سوې ده.
دا د سنرايزر حيدراباد لوبډلې په مديريت او انتخاب کې پراخ رول لري،په ۲۰۲۰ز کې د ای پي ايل په بولۍ کې يې هم شتون درلود او د لوبغاړو په انتخاب کې دخيله وه.
سنرايزر حيدراباد لوبډلې په روان پړاو ای پي ايل ليګ کې تر دې مهاله خپلې درې واړه لوبې بايللي،لومړۍ لوبه کلکتې د ۱۰ منډو په توپير،دويمه لوبه بنګلور د ۶ منډو په توپير او دريمه لوبه ممبی د ۱۳ منډو په توپير ترې ګټلي دي.
په وروستيو دوو لوبو د کاويا په ګډون ټول مينوال سخت خواشني وه ،خو نن هيله لري چې لومړۍ بريا به د پنجاب په وړاندې ترلاسه کوي.