سپين مرچ په هر کور کې شته، خو له دې ګټو به یې خبر نه یاست!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د مرچو ټول ډولونه لکه شنه، تور او سپین زموږ په روغتیا او دفاعي سیسټم پیاوړتیا کې اړین رول لوبولی شي.
او داسې هم ویل کېږي چې د سپینو مرچو په جوړښت کې داسې ځانګړتیاوې هم لېدل کېږي، چې له تورو، او شنو مرچو یې خورا غوره ګڼلی شو.
په دې لیکنه مو تاسو ته د سپینو مرچو د ګټو یادونه کړې ده:

۱ـ په سپینو مرچو کې د کیپسایسن په نامه مادې شتون په بدن کې اضافي وازده ختموي. چې د همدې خاصیت په درلودلو سره د وزن کموالي په درملو کې ورنه ګټه اخیستل کېږي.

۲ـ سپین مرچ د سړو په موسم کې د زکام، نزلې او ټوخي مخنیوی کوي.

۳ـ په سپینو مرچو کې فلاوونایډ، ويټامین سي، ویټامین ډي نور ډېر ویټامینونه شته، چې زموږ په بدن کې د وینې د لور فشار کچه برابره ساتي.

۴ـ که د سپینو مرچو پوډر، بوره او د بادامو پوډر سره یو ځای  او ویې خورئ نو د سترګو دید به مو ډېر ښه شي.

۵ـ په سپینو مرچو کې شته مګنیزیم، مس د دې سبب کېږي، چې زموږ په بدن کې هډوکي پیاوړي او دردنو یې په امان شو.
په ځانګړي ډول کله چې د انسان عمر لوړېږي نو خامخا د مفصلونو او هډوکو په دردونو او کمزورۍ اخته کېږي، چې که هره ورځ له سپینو مرچو څخه ګټه واخیستل شي، نو د دې حالت څخه د ژغورلو لپاره به مو لویه هڅه کړې وي.

۶ـ ډاکټرانو ویلي چې سپینو مرچو کې د نورو ځانګړتیاوو سره سره دا ځانګړنه هم شتون لري چې د انسان د کولمو په روغتیا کې مهمه ونډه اخلي، او د کیست رامنځته کېدو مخنیوی کوي.

۷ـ سپین مرچ د زړه ناروغۍ ته ګټه لري. نو کوښښ وکړئ چې د ورځينو خوړو لېست کې مو د سپينو مرچو څخه ډېره ګټه واخلئ، ترڅو د روغتیا سره سره مو د ګڼو ناروغیو څخه هم وژغوري.