هیکران کولی شي ستاسې د وټسپ اکاونټ وتړي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

که څوک وغواړي کولی شي، ستاسو د وټسپ شمېره يا اکاونټ په اسانۍ وتړي.

د مشهور پیغام رسونکي اپليکشن WhatsApp په اړه وروستي معلومات دا دي؛ هر څوک چې ستاسو د وټسپ نمبر ولري، کولی شي چې ستاسو حساب په بشپړ ډول وتړي.

هیکرانو وټسپ کې د دې نوې نېمګړتیا څخه د ګټې پورته کولو لپاره دوه مختلف ویکتورونه کاروي. په نوي مبايل يا تیليت کې د واټس اپ اپلکشن نصبولو وروسته، هیکر ستاسو شمېره ورکوي او د چټ خدمت فعالولو لپاره غوښتنه درڅخه کوي.

خو وټسپ د خپلو کاروونکو د شخصي معلوماتو د خوندي ساتلو په موخه دې اپلکشن د فعالولو لپاره د دوه فاکتورو تصدیق کولو میتود چمتو کړی دی.

لمړى فاکتور يا شرط يې د شپږو عددو کوډ دی، چې د SMS  د لارې تاسو ته لېږل کېږي.

او هيکر هېڅ کله دغه شپږ عددونو ته لاس رسي نشي مندلى.

دویم، د ډېرو ناکامو هڅو وروسته، د کاروونکي اکاونټ به د راتلونکو ١٢ ساعتونو لپاره بند شي.

وروسته له دې، چې د کارونکي اکاونټ وتړل شي، هیکر کولی شي، د خپل بریښنالیک له طریقه د وټسپ ادارې ته خبر ورکړي او  ادعا وکړي، چې نوموړی شمېره د ده خپله ده. یا هم ښایي ووايي، چې زما مبايل ورک شوی یا غلا شوی دی، نو کونټ د تل لپاره غیرې فعالوي. دا چې وټسپ به ددې ستونزې مخنیوي لپاره څه کوي، تر اوسه یې څه نه دي ویلي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.