په کورنۍ کې له ضد سره څه وکړو؟

سپینه تجريدي ډیزاین

زموږ ټولو ژوند لۀ ناهمغږیو، مخالفتونو او ضدونو ډک دی، انساني ژوند لۀ ناخوالو خالي ندی، موږ ژوند ته فرمایش نشو ورکولی خو ژوند ته مانا ورکولای شو، که موږ هر سهار او ماښام پورته شو او ژوند ته اصول او چوکاټونه جوړ کړو دا کار موږ ستړي کوي ځکه هرکله چې ژوند پۀ یوه بڼه، ځانګړو اصولو او یوه لاره مخته ځي خپله تاسو او یا نورو ته ستړی کوونکی ګرځي او همدا بیا پر اروایي ګډوډیو اوړي لۀ همدې امله باید د ماشین او انساني ژوند تر مینځ توپیر وکړو.

ضد یو حقیقت دی هېڅوک نشي کولای د ناهمغږۍ او ضد مخه ونیسي؛ ژوند لۀ ضدونو ډک دی تاسې او یا موږ به لومړی د کوم ضد مخه ونیسو، لۀ کوم ضد سره به ځان ووهو او کوم یو به لۀ مینځه یوسو! تر کومه به ضدیت سره غېږې لګوو، څۀ فکر کوئ چې دا د وخت ضایع کول ندي او کۀ یې پر وړاندې ودرېږئ پایله به څۀ وي، ښکاره ده چې هېڅ.

پۀ ژوند کې ډېر داسې مسایل شته چې موږ ورسره څه نشو کولای پرته له دې چې ځان ورسره عیار کړو لکه: کرونا، د هوا ککړتیا چې هر کال له ۱۸ زرو څخه زیات انسانان لۀ مینځه وړي. تروریستي او جنایي پېښي هغومره انسانان نه وژني لکه د هوا له کبله تنفسي ستونزې چې هر کار پۀ زرګونو کسان د مرګ کندې ته ورغورځوي.

ژوند لۀ ګڼو ضدیتونو سره مخ دی، هوښیاران لۀ تضادونو سره غېږه نۀ لګوي، د تضادونو پر وړاندې ضد نۀ کاروي. وهل، ټکول، وارونه او تاوتریخوالی نکوي. هوښیار انسان تدابیر نیسي او ښۀ فکر کوي، د ضد پر وړاندې بې غبرګونه وي او پۀ ورځني ژوند کې ضدونه مني.

کله چې د کرونا ویروس ټوله نړۍ کې خپور شو پرمختللو هېوادونو پۀ یو ډول سره ځانګړي تدابیر ونیول، ترڅو د نورو ستونزو لۀ مینځته راتګ څخه مخنیوی وکړي خو موږ دا کار ونکړ، تلفات مو د نورې نړۍ پۀ پرتله خورا لږ وو، ضد هم دې ته ورته دی کۀ یې پر وړاندې لۀ ضد او دفاعي حالت نه کار واخلئ ډېرېږي او ستړي کوي مو او کۀ ځان ورسره عیار کړئ او ویې منئ ستونزه به اوږده نشي.

همدارنګه ښایي ستاسو کورنیو کې هم ضد وي او لۀ هر ډول ضدیتونو ډکه وي، کېدای شي مور او پلار مو یو بل سره ضد وکړي. کله کله کورنۍ پۀ انسانانو دومره ترخه شي چې د کورنۍ غړي بهر کلي او کوڅو ته پناه یوسي، کله کله هم، برعکس بهر ټولنه، کوڅۀ او کلی هغومره له لۀ ضدونو ډک شي چې، انسان ورڅخ کور ته پناه وړي.هغه کسان چې کوڅې ته پناه وړي کوڅه ډب او بې لارې کیږي او کوم انسانان چې کور ته پناه وړي کورني کیږي چې پۀ عامه اصطلاح مرغ خانګي ورته وایي.

باید ومنو چې ضدیت یو حقیقت دی، پۀ ټولو ټولنو او کورنیو کې شته او باید پر وړاندې یې تدابیر ونیسو او پر حل لارو یې فکر وکړو نۀ دا چې ورته وژاړو یا مو تباه کړي.

پر ضدیت پورې اړوند مسایل پۀ یوۀ وار حلول پخپله یوه ستونزه ده. هره ضدي مسله خپل ځانګړی مهال، پروسه او پلانونه غواړي. ترڅو خپل خاص تضادونه او هر ډول نور ناسم کلتورونه د خپلې کورنۍ لۀ فضا څخه لرې کړو. که موږ وکولای شو چې سلسله مراعات کړو، پۀ احتیاط او پرلپسې ډول مخته لاړ شو، دا به لۀ موږ سره مرسته وکړي تر څو ستونزه مدیریت کړو، خو کۀ پۀ یو ناڅاپه او ژر ژر مخته ولاړ شو، همداسې به بد وغورځو او کېدای شي خپلې موخې ته پۀ رسېدو کې هم ناکام شو.

منفي چلند د ستونزو د رامینځ ته کېدو او ډېرېدو لامل ګرځي، کېدای شي ضدیت نور هم ډېر کړي، ستونزې نورې هم پراخې کړي خو ورو ورو او پۀ ارامه چلند سره ډېری ستونزې حلولای شو.

کله کله زموږ د ژوند پۀ چاپېریال او کار ځای کې ضدیت زموږ پۀ ګټه هم تمامېدای شي، تضاد کله کله ښۀ وي، بدلون راولي او کله بیا آن خوندور وي.

لۀ کوم څۀ سره چې عادت نه یاست پۀ بده سترګه مۀ ورته ګورئ، تضاد تل بد نۀ وي، نړۍ د ګلونو یو بڼ دی، کله مو چې خپله باغچه کې څو ډوله ګلان ولرئ او د بل چا لۀ باغچې څخه یو ګل اخلئ او خپله باغچه کې یې پیوندوئ دا کار عیب نه دی، بلکې د ګلانو شمېر ډېریږي.

همداسې ځینو ضدونو ته سینه پراخه کړئ لۀ ضد سره ضد مۀ کوئ، که تاسې وغواړئ یا ونۀ غواړئ ضد شتون لري.

یادونه: دا مطلب وینا د یاران لیکوالې صدیقې پوپلزۍ د ارواپوهنې د استاد شرف الدین عظیمي له غږیزې ویډیو برابر کړی. 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.