انټرپول ( نړیوال پولیس) سازمان ته یوه کتنه؛ څه کولی شي او څه نه شي کولی؟

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: بشر دروېش
ترهغې وروسته چې چین دغه هېواد ته د خپل ورغلي تبعه او نړیوالو پولیسو انټرپول د مشر منګ هونګوري د نیولو اقدام وکړ، د دغو پولیسو نوم په نړیوالو رسنیو کې ډېرمطرح شو.
په دې مطلب کې د ښاغلي هونګوري قضیې ته د کتنې پرځای پر دې بحث کوو چې نړیوال پولیس یا انټرپول څومره ځواک لري، څه ډول قدرت دی او د صلاحیت دایرې یې کومې دي؟
انټرپول څه شی دی؟
انټرپول د نړیوالو پولیسو تر ټولو ستر سازمان دی، چې د غړو هېوادونو د پولیسي همغږۍ مسولیت پرغاړه لري.
د دغه سازمان یوه لویه دنده دا ده چې د غړو هېوادونو د پولیسو له منګولو تښتیدلي کسان تعقیب او ونیسي.
انټرپول سازمان ۱۹۲ غړي هېوادونه لري. دغه سازمان د پولیسي چارو د اسانتیا لپاره کارکوي او غواړي چې په نړیواله کچه ورته همغږي پیاوړې شي.
د انټرپول ځواک او قدرت
د کریستوفر ډیویډ په نوم مشهور مدافع وکیل، چې د انټرپول په اړه یې یو کتاب هم لیکلی، وایي دغه نړیوال پولیسي سازمان هیڅ ډول ځانګړی ځواک نه لري.
د هغه په وینا، دغه سازمان یوازې د ۱۹۲ هېوادونو د پولیسو وصلونکی دی.د ده په باور، انټرپول له دې وراخوا کوم ځانګړی ځواک ځکه نه لري چې د هر هېواد پولیس پخپله خاوره کې فعالیت کوي.
ډیویډ زیاتوي: انټرپول یوازې د اطلاعاتو د تبادلې یو مرکز دی.

د انټرپول پولیسو مرکزي دفتر فرانسه کې دی

انټرپول کوم کارونه کولای شي؟
د ښاغلي ډیویډ په وینا انټرپول خپله د چا د نیولو او زنداني کولو صلاحیت نه لري. دغه سازمان باید د داسې فعالیتونو د سرته رسولو لپاره د هېوادونو د پولیسو له لارې اقدام وکړي.
د انټرپول دغه څېړونکی زیاتوي: یاد شوی سازمان پېچلي قوانین او تګلاره لري.د دغې تګلارې له مخې دا سازمان سیاسي، پوځي، مذهبي او نژادي چلند نه شي کولای.
انټرپول د خپلو قوانینو له مخې د شکمنو کسانو لیستونه برابروي او له هېوادونو سره شریکوي څو د نیولو لپاره یې لاس په کار شي.
د کرسیتوفر ډیویډ په باور دا یوه غلطه تېروتنه ده چې ځینې فکر کوي انټرپول د پولیسو نړیوال قدرت دی او د ټولې نړۍ د پولیسو واک یې په لاس کې دی.
انټرپول په کومو مهمو برخو کې مداخله کولای شي؟
انټرپول په ډېرو مسایلو کې ښکېل دی. دغه نړیوال ارګان د انساني قاچاق، نیشه یي توکیو شبکې، تباه کارو او جنایت کارو ډلو او ترهګرۍ اړوندو فعالیتونو خلاف هڅو کې برخه اخلي.
دغه ارګان تراوسه په مهمو کارنامو کې یې دا لري:
– مشهور نړیوال ترهګر کارلوس رامیرز سانچز مشهور په کارلوس شغال، چې په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کې د اروپا د ډله ییزو وژنو تور ورپورې و، ونیوه.
– د امریکا د نیشه یي توکیو ضد ادارې پخوانی کارمند دارنل ګارسیا چې د نیشه یي توکیو په پراخ کاروبار تورن و، ونیوه.
انټرپول د رسوایۍ کومه قضیه لري؟
په ۲۰۱۲ کې د څېړنیزو خبریالانو کنسرسیوم د یوې څېړنې پرمهال اعلان کړه، چې ایران، روسیه او تونس د خپلو سیاسي مخالفینو د نیولو لپاره د انټرپول له امکاناتو څخه ګټه اخیستې.
د ازادو خبرو بنسټ (سوروس بنسټ) هم په ۲۰۱۵ کې پر انټرپول ورته نیوکې وکړې. دغه بنسټ وویل، د انټرپول له امکاناتو څخه د ځینو هېوادونو لخوا د سیاسي موخو لپاره ګټه اخیستل کیږي، خو دغه اداره یې د مخنیوي لپاره ګام نه اخلي.