ژباړه: محمد عزيز پردېس
تاسو د شپې لخوا د خپلې خوښې د ټلويزوني خپرونو مينه وال ياست؟ او دا کار تاسو سره مرسته کوي چې وروسته د يوې ستړې او کاري ورځ څخه لږ دمه او ارام وکړئ؟
ښه، دا په داسې حال کې ده چې تاسو يې تصور کوئ، دا کړنه ستاسو د خوب سيستم خرابوي او ورو ورو مو د ستړيا او اضطراب په لور بيايي.
د کاردان پيتسبورک پوهنتون په يوه څېړنه کې دا ثابته شوه، هغه کسان چې د تلويزون سره ډېره او نېغه اړيکه لري؛ تل ستړي او مضطربه وي. البته خپله د تلويزون ليدل د ستړيا لامل نه ګرځي، بلکې دا نور دی چې د ستړيا سبب کېږي.
ستړي او مضطرب کسان د ورځې په اوږدو کې د خپلې دندې څخه شکايت کوي او ژوند ورته ارزښت نه لري. تاسو کولی شئ چې په دې برخه کې د شويو څېړنو پايلې همدلته ولولئ:
د شپې لخوا د څراغ د رڼا يا نور سره مخامېدل، د ځينو ستونزو سبب ګرځي چې د څېړونکو په وينا د دغه ستونزو لامل په بدن کې د ملاتونينو د توليد اختلال دی. ملاتونين هغه هورمون دی چې نه يوازې د خوب څرخه تنظيموي، بلکې انتي اکسيدان هم فعالوي او بدن د ازادو راديکالونو څخهسسس پاکوي.
ملاتونين د نور په نشتون کې ترشح کېږي. زموږ ذهن او بدن د خوب يو منظم سيستم ته اړتيا لري او د شپې لخوا د نور يوې مصنوعي سرچينې اضافه کول، حتی که اندازه يې کمه هم وي، زموږ د بدن لپاره يو فاجعه ده. لکه ټلويزون، کمپيوټر، مبايل او داسې نور…
همدارنګه داسې موندنې هم شته چې د شپې لخوا د نور سره مخامخېدل د ځينو جسمي او رواني کړنو د اختلال سبب ګرځي، خو دا خبره دومره د اندېښنې وړهم نه ده ځکه چې د نور له وجې ستړيا رامنځ ته کېدل ډېر ژر رفع کېږي او کله چې انسان د يو طبيعي مثبت نور سره مخ کېږي، نو بېرته عادي حالت ته ورګرځي.
داسې انګېرل کېږي چې د شپې لخوا د کم نور سره مخاخېدل، د ستړيا او افسردګۍ سبب ګرځي او لارښوونه کېږي چې د شپې لخوا ټلويزون، کمپيوټر… ته لږ وخت ځانګړی کړئ.