پښتو ژبې ته یوه بله ډالۍ ور اضافه شوه!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

روڼ اندی ځوان کتاب تازه د چاپ په ګاڼه سینګار شو. یاد کتاب د عبدالوهاب مومند له خوا لیکلی شوی، چې په ۹۸ مخو کې د کتاب توري یې رانغښتل شوي دي.
روڼ اندی کتاب په کابل کې د نور خپرندویه ټولنې له خوا خپور او اوس د کابل په نورو کتابپلورنځیو کې هم شتون لري. دا چې یو ځوان څنګه کولی شي خپل فکر منسجم کړي، د خپل موخه وټاکي، وخت ته څنګه ارزښت ورکړي، څنګه کولی شي، وخت څخه سمه ګټه پورته کړي او د بریا خواته تکل وکړي، داسې او دېته ورته نورې لارښوونې په دې کتاب کې نغښتې دي، چې ډېری یې هڅوونه، تګ لاره، د فکرونو بدلون او د پرمختګ رازونه په کې لړلیک شوي دي.
د یاد کتاب په لیکنو کې د نامتو لیکوالانو هغه تجربې ځای پر ځای شوي چې د لوستونکو لپاره ګټورې بلل کېږي او ترڅنګ یې هڅه شوې، د یو ځوان په توګه نورو ځوانانو ته داسې اړینې تګلارې په ګوته کړي، چې د کتاب لیکوال باوري دی، د درنو لوستونکو په درد خوري.
د روڼ اندي ځوان کتاب مخکتنه په یو علمي ورکشاب کې (روڼ اندی ځوان څوک دی؟) تر همدې نوم لاندې ځوانانو ته وړاندې شو.
لیکوال وایي: خدای دې وکړي څنګه چې زما مراد دی، همداسې روڼ اندی کتاب دې ډېر روڼ اندي ځوانان وروزي چې خپل ځان او وطن ته د خدمت جوګه شي.