د افغانستان د والیبال ملي لوبډله په مرکزي آسیايي سیالیو کي د ګډون په موخه د تیري جمعې په ورځ لومړی هندوستان ته او بیا له هغه ځایه د سې شنبې په ورځ نیپال هیواد ته ولاړه.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله درې ورځي په هند کي وه، چي د ډهلي د والیبال لوبډلي سره ئې دوې دوستانه سیالۍ هم په هندوستان کي ترسره کړې.
د نیپال هیواد په پلازمېنه کتماندو کي د رواني اګسټ میاشتي له ۱۸مي تر ۲۵مي نېټي پوري په مرکزي آسیايي سیالیو کي د مېشتو هیوادونو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره کیږي.
افغانستان په یادو سیالیو کي د ګډون په موخه نیپال ته سفر کړی او پرون د چهارشنبې په ورځ ئې د یاد هیواد د ملي لوبډلي څخه په یوه تمریناتي لوبه کي ماته هم وخوړه.
افغان لوبډله په نیپال هیواد کي مرکزي آسیايي سیالیو ته د چمتوالي په موخه د دوستانه سیالیو ترڅنګ تمرینونه هم ترسره کوي.
په مرکزي آسیايي سیالیو کي د افغانستان په ګډون نیپال، ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، بنګله دېش، مالدیف او بوتان هیوادونو ګډون کړی.
د دې سیالیو پچه اچونه راتلونکې شنبه ترسره کیږي.
افغانستان به په دې سیالیو کي پر داسي مهال ګډون وکړي، چي تر دې مخکي افغانانو په ۲۰۱۴م کال کي په مرکزي آسیایي سیالیو کي درېیم مقام خپل کړی وو.