کوم کسان د وېټامین D له کمښت سره مخ کېږي؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: نسیمه محمدي
 هغه د لوړ عمر کسان چې د لمر له وړانګو محروم دي یا تل د لمر ضد کریمونو څخه ګټه اخلي، د وېټامین D له کمښت سره مخ کېږي.
هغه کوچنیان چې د مني یا ژمي په موسم کې زېږېدلي د هوا د سړښت له امله له لمر بې برخې کېږي او د وېټامین D بشپړ دوز هم نه کاروي. هغه کسان چې د ځینو ناروغیو له امله لکه فلج یا د هډوکو ماتېدو، له اومله اړ دي د اوږدې مودې لپاره په کور یا روغتون کې بستر دي هم د وېټامین D په کمښت اخته دي.
د لمر د وړانګو د ناوړه اغېز څخه د مخنیوي لپاره وراندیز کېږي باید د ورځې د سهار له ۱۰ تر ۲ بجو پورې چې لمر سوځنده وي، د لمر وړانګو په وړاندې له مخامخېدو مخنیوې او مخکې او وروسته له دې ساعتونو د لمر څخه ګټه واخلي.
د ۲۰ دقیقو شاوخوا د لمر په وړاندې شتون د وېټامین D د ترلاسه کولو لپاره کافي دی او په دې موده کې باید د لمر ضد کریم څخه کار وانخیستل شي.
د هاضمې سیستم له لارې د کلسیم او فاسفر د جذب کموالی، د بډوډو له لارې د کلسیم د جذب کمښت او د هډوکو نرمښت ناروغي په لویانو کې، په ټوله کې په هډوکو فشار کموي. په کوچنیانو کې د وېټامین D د کمښت د پښو قوسي بڼه، تشنج او په ځند سره د تالاق کلک او تړل کېدل او نورې ناروغۍ لکه د هډوکو له نرمۍ سره مله دي، ملا درد، په تګ کې ضعیفتیا د مفصلونو د هډوکو حساسیت د وېټامین D د کمښت له نښو دي.
وېټامین D د پوستکي لاندې د لمر د ماوراء بنفش وړانګو ته په شتون کې جوړوي. د لمر وړانګې له ښیښې تېرېدای نشي او د وېټامین D د تر لاسه کولو لپاره د لمر مستقیمو وړانګو ته اړتیا ده. هغه کسان چې د لمر څخه لري دي ناچاره د وېټامین D له دوایي بڼې کار واخلي.
ماهي، هګۍ، غوښه او لبنیات هغه خواړه دي چې د وېټامین D درلودونکي دي.