د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړی او ددې لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي یو بل ویاړ خپل کړ او د ټیسټ سیالیو په تاریخ کې څلورم لوبډلمشر شو، چې دده تر رهبرۍ لاندي لوبډله یې زیاتې ټیسټ سیالۍ ګټې.
هند کرکټ ملې لوبډلې د ویراټ کوهلي تر رهبرۍ «لوبډلمشرۍ» لاندي ۶۳ ټیسټ سیالۍ کړې دي، چې په دې ۶۳ ټیسټ سیالیو کې یې ۳۷ ګټلې او ۱۵ یې بیا بایللې دي.
د زیاتو ټیسټ سیالیو ګټونکو لوبډلمشرانو د لیست په څلورم مقام کې مخکې د ویسټانډيز کلیو لایډې شتون درلود، چې د هغه تر لوبډلمشرۍ لاندې بیا ویسټ انډیز په ۷۴ ټیسټ لوبو کې ۳۶ ګټلې دي او ۱۲ یې بیا بایللې دي.
هغه لوبډلمشران، چې په ټیسټ سیالیو کې یې زیاتې لوبې ګټلې
۱ـ کریم سمیت: سویلي افریقا، تر خپلې لوبډلمشرۍ لاندي یې په ۱۰۹ ټیسټ لوبو کې ۵۳ ګټلې او ۲۹ یې بیا بایللې دي.
۲ـ ریکي پاینټینګ: اسټرالیا، تر خپلې لوبډلمشرۍ لاندي یې په ۷۷ ټیسټ لوبو کې ۴۸ ګټلې او ۱۶ یې بیا بایللې دي.
۳ـ سټیو واګ: اسټرالیا، تر خپلې لوبډلمشرۍ لاندي یې په ۵۷ ټیسټ لوبو کې ۴۱ ګټلې او ۹ یې بیا بایللې دي.
۴ـ ویراټ کوهلي: هندوستان، تر خپلې لوبډلمشرۍ لاندي یې هند ته په ۶۳ ټیسټ لوبو کې ۳۷ ګټلې او ۱۵ یې بیا بایللې دي.
۵ـ کلیو لایډې: ویسټ انډیز، تر خپلې لوبډلې مشرۍ لاندي یې په ۷۴ ټیسټ لوبو کې ۳۶ ګټلې او ۱۲ یې بیا بایللې دي.
۶ـ آلن براډر: اسټرالیا، تر خپلې لوبډلمشرۍ لاندي یې په ۹۳ ټیسټ لوبو کې ۳۲ ګټلې او ۲۲ یې بیا بایللې دي.