روسيه: میاشت کې ٤٠ ميليونه ډوزه کروناضد واکسین تولیدوو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ژباړه: نسيمه محمدي

د روسيې د مستقيمې پانګونې د صندوق رييس، د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې وويل، چې په نړۍ کې به لږ تر لږه هره مياشت ٤٠ ميليونه د روسيې د کورونا ضد واکسين/ اسپوتنيک وي، توليد شي.
د د روسي رسنیو د راپورونو له مخې؛ کيريل ډېمېټرېف، د روسيې د پانګونې د صندوق رييس پرون چهارشنبه، د ډېسامبر دويمه د اسپوتنيک وي روسي واکسين لپاره د ملګرو ملتونو مجازي غونډې په يوې برخه کې وويل، چې د کورونا ضد واکسين حجم به په بهرنيو سايټونو کې د مارچ تر مياشتې پورې په نړۍ کې ٤٠ مليونه ډوز، او يا له دې زيات ته په مياشت کې ورسېږي.
نوموړي وويل:

“موږ باوري يو چې کولاى شو، د توليد کچه د پام وړ اندازې ته پورته کړو او د راتلونکي کال تر مارچ مياشت پورې، لږ تر لږه ٤٠ ميليونه ډوز واکسين په ټوله نړۍ کې توليد کړو. موږ د زيات حجم تمه لرو، خو دا وړاندوينه د اوس لپاره ده.”

نوموړي وويل، غواړم په ارزونو کې مې محافظه کار واوسم او زياته يې کړه، چې د روسيې د مستقيمې پانګونې صندوق د زيات شمېر شريکانو سره د واکسين د زيات توليد د امکان لپاره هڅه کوي.
ډېمېټرېف همدارنګه وويل، کله چې توليد کووونکو د روسيې د داخلي بازار تقاضا پوره کړه، قصد لري صادراتي واکسين هم چمتو کړي. له پنځوسو زياتو هېوادونو د ١.٢ ميليارډه ډوز د اسپوتنيک وي واکسين وړانديز کړى دى. بهرنيو بازارونو ته د واکسين وړاندې کول به په هند، برازيل، جنوبي کوريا، او نورو هېوادونو کې د روسيې د مستقيمې پانګونې د صندوق د نړيوالو ملاتړ کوونکو په واسطه توليد شي.
د اګسټ په يوولسمه ولادېمير پوتين د روسيې ولسمشر، په نړۍ کې د کورونا ضد د لومړي واکسين له ثبت خبر ورکړ. دا واکسين چې “اسپوتنيک وي” نومول شوى، د اپېډميولوژي او مايکروبيولوژي څېړنيز مرکز “ګامالي” له خوا د روسيې د مستقيمو پانګونې د صندوق په ملاتړ جوړ شوى دى.