اوېغوریان څوک دي او د چین دولت ولې د دوی د ځپلو په هڅه کې دی؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه: نسیمه محمدي

چین په شین‌جیانګ کې د اوېغوریانو په اجباري کارکولو او د دوی په زیات شمېر شنډولو سره، د نړیوال شدید انتقاد سره مخ دی.
د بورېس جانسن دولت پکن په ښکاره ډول د اوېغور لږکیو په وړاندې د بشري حقونو په ښکاره ناوړه ګټې اخیستنې تورن او د ډونالډ ټرامپ دولت د اوېغوریانو په تړاو د چین په چارواکو بندیزونه وضع کړي دي.
خو اوېغوریان څوک دي؛ او دا ادعاوې څه بنیاد لري؟ په لیکنه کې د دې ډلې په اړه چې په دې وروستیو اونیو کې، نړۍ هېر کړي، ځغلنده نظر وځلغوو.

اوېغوریان څوک دي؟

اوېغوریان لږکي قومي مسلمانان دي، چې د چین په شمال لوېديځ د شین‌جیانګ سیمه کې ژوند کوي. اټکل کېږي، چې نېږدې ۱۱ میلیونه مسلمانان په دې سیمه کې اوسېږي، چې د دې سیمې نیمایي نفوس جوړوي.
اوېغور مسلمانان سلګونه کلونه دي، چې دلته ژوند کوي او ترک ټبر پورې تړلې یوې لهجې باندې خبرې کوي. ګمان کېږي چې احتمالاً د دوی نیکونه د ترک ټاټوبي څخه د مرکزي آسیا، شمالي برخو ته راغلي اوسي.
ځینې اوېغوریان دا نه مني چې شین‌جیانګ- چې رسماً خپلواکه سیمه ده- د چین یوه برخه اوسي او داسې لاسوندونه/ شواهد وړاندې کوي، چې د دوی نیکونه د چینایي، هان او ټانګ سلطتنوتونو د استقرار څخه وړاندې په دې سیمه کې اوسېدل.

د څه ډول ناوړه ګټې اخیستلو اټکلونه شته؟

د ملګرو ملتونو د توکمیز تبعیض د حذف کمېټې د راپور پر بنسټ، مشروع لاسوندونه شته، چې وایي یو میلیون اوېغور مسلمانان او نور مسلمان لږکي، د شین‌جیانګ په نظامي مرکزونو کې ساتل کېږي.
پکن د اوېغوریانو په وړاندې هر ډول بد چلند ردوي او وایي، چې دا نظامی ځایونه” د حرفه ای زده‌کړې” مرکزونه دي، چې د اسلام پلوه افراطیانو د جدایي غوښتونکو په تضاد دي او هم نوي مهارتونه وګړو ته زده کوي.
سره له دې، د بښنې نړیوال سازمان په ۲۰۱۸م کې وښودله، چې د اوېغور مسلمانانو په خپل سر نیول په ټوله سیمه کې په پراخه توګه دي. د «اوېغور مسلمانانو نړیواله کنګره» په جلاوطنۍ کې وايي، نیول شوي کسان له هر ډول جرم پرته ساتل کېږي او هغوی د چین کمونیست حزب د شعارونو په تکرارولو اړ کېږي او په دې ډول مغزي وینځل تر سره کېږي.
په وروستیو کې د نارینه وو یوه بوږنوونکی ویډيو خپره شوه، چې پکې لاس تړلي او ګونډه شوي خلک، په شین‌جیانګ کې ریل ګادي ته د پورته کېدلو په تمه دي، د چین سفیر بي.بي.سي ته وویل، چې دا انځورونه جعلي دي. د دې ويډیو اصیل‌والی د استرالیايي ځواکونو له لوري تایید شوی دی.

د شنډولو ادعاوې څه وایي؟

په دې اړه شواهد شته چې د چین حکومت، د ظالمانه تدابیرو په کارونې، د چین د مسلمان جمعیت د کمولو د کمپاین په اډانه کې، هڅه کوي چې د اوېغوریانو ترمنځ، تکثیر/ زېږد راکم کړي.
چینايي مفکر ادرین زنز په یو خپور شوي راپور کې وايي، چې چینایي چارواکي، اوېغور مېرمنې په زور شنډوي او یا هم د امېندوارۍ څخه د مخنیوي وسایل د هغوی په بدن کې ځای پرځای کوي او دا چاره په ټول شین‌جیانګ کې ترسره کېږي.
په یو څېړنیز راپور کې، چې په وروستیو کې د اسوشټېډ پرېس له خوا تر سره شو، موندل شوي، چې په دې ایالت کې ښځینه، د اومېندوارۍ د محدولو او بچو ته د لېوالتیا د کمولو لپاره، جریمه او ګواښل کېږي. دا راپور همدارنګه ښيي، چې چارواکي په زور مېرمنو ته د اومېنداورۍ ضد آلې (آو یو دي/ IUD) تطبیقوي، هغوی شنډوي او حتا اوېغور مېرمنې د ماشوم په سقط کولو اړ باسي.

تر اوسه کوم سیاسي اقدامات تر سره شوي دي؟

د امریکا متحده ایالاتو په شین‌جیانګ کې د اوېغور مسلمانانو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په خاطر په چینایي چارواکو، شرکتونو او موسسو بندیزونه لګوي او اعلان کړي دي. د جون په شلمه د امریکا د سودا ګرۍ وزارت، ۱۱ چینايي شرکتونه د امریکا تور اقتصادي لیست کې شامل کړل. وړاندې په روانه اونۍ کې، دومینیک راب، د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت وزیر، چینایي چارواکي، په شین‌جیانګ کې د بشري حقونو په نقض تورن کړل- خو د برېټانیا دولت د اوېغور مسلمانانو په وړاندې د بد چلند پر وړاندې د بندیزونو څخه پاتې راغلی.
فرانسې هم د دې قوم پر وړاندې د بد چلند په خاطر غبرګون ښودلی دی. برونو له‌مرو، د فرانسې د شتمنیو وزیر دا چلند(یاغي او د نه منلو وړ) ګڼلی او په شین‌جیانګ کې د «نړیوالو خپلواکه پلټونکو» ته د شرایطو د څېړلو د جواز غوښتونکی شو.

هغه شخصي شرکتونه چې له اوېغور کارګرانو کار اخلي، ستونزه څه ده؟

د ۱۸۰ څخه زیاتو د بشر حقونو ډل و د شرکتونو لکه آډيداس بیا تر آمازون غوښتي، چې د شین‌جیانګ څخه د مالوچو او ټوکر تامینول بند کړي او خپل روابط د ټولو هغو چینايي شرکتونو سره، چې ویل کېږي له اوېغور کارګرانو، په زور/ اجبار کار اخلې، د لومړنیو توکو وارودول قطع کړي.
که څه هم ډېری شرکتونه د مُد لومړني توکي د شین‌جیانګ څخه نه پوره کوي، خو د سازمانو د یووالي د ټولنې د لیک په وینا، د لومړنیو توکو زیاتره وړاندې کوونکي شرکتونه، احتمال لري هغه مالوچ عرضه کړي چې د اوېغوریانو په واسطه راغونډ او ټولې نړۍ ته لېږل شوي او د نورو شرکتونو له لوري د استفاودې وړ ګرځي.
د چين له ۸۰% زیات مالوچ د شین‌جیانګ څخه تر لاسه کېږي. اسکاټ نووا، د کارګرانو د کنسریوم رییس، چې په امریکا کې مېشت دی وویل:

“پوه مُدلونه او شرکتونه پوهېږي، چې په ایالت کې عمده ستونزه شته، او د هغوی د لومړنیو توکو د تامین ځنځير، د اجباري کارګرانو په ګواښلو کې دی.”