کابل کې د امریکا سفارت د ثور د اتمې افغانانو ته مبارکي ورکړې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

له نن څخه پوره نهه ویش کاله مخکې په همدې ورځ (د ثور په اتمه) افغان مجاهدینو د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله حکومت را وپرځاوه او د چارو واګي یې په لاس کې واخیستې.

په کابل کې د امریکا سفارت د همدې ورځې په پار افغانانو ته مبارکي ورکړې ده.

یاد سفارت پر خپل ټویټر لیکلي، د ثور اتمه د افغانستان د اسلامي انقلاب د بریا کلیزه مبارک.

د ویلو ده چې دغې ورځې ته مجاهدین د یوې ویاړمنې ورځې په سترګه ګوري خو ډیری افغانان بیا دا ورځ په افغانستان کې د کورنیو جګړو، د زرګونو افغانانو د کډوالېدو او د عامه تاسیساتو د تخریب پیلامه بولي.

بل خوا ولسمشر غني د غویي د اتمې نیټې په مناسبت خپل پیغام کې له طالبانو غوښتي چې د وژنو، ویجاړیو او تاوتریخوالي پر ځای دې د سیاسي او ډیموکراتیک مشارکت له لارې خپل اهداف تعقیب او د ملت ارادې ته دې احترام وکړي.

ولسمشر غني زیاته کړې، چې هېواد په حساسو شرایطو کې دی او له افغانانو یې د یووالي د ساتلو غوښتنه کړې ده.

د نوموړي په خبره، چې د جهاد تر بریا وروسته بې پروايي او خپلمنځي ستونزې ددې سبب شوې چې ناورین لسیزې په افغانستان کې ادامه پيدا کړي او په خبره یې اوس هم افغانستان په حساسو شرایطو کې دی او ددې اړتیا ده چې افغانان خپل یووالی وساتي.

هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او له جګړو لاس په سر شي.

ولسمشر دا خبرداری هم ورکړی چې هېڅوک له زور او فشار په استفادې په افغانانو خپلې طرحې نه شي منلی او په خبره یې افغانانو کلونه د ولسواکۍ او نظام د جوړولو لپاره قربانۍ ورکړې دي او په اسانه به له خپلو قربانیو تېرنه شي.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې سوله د سیمې او نړۍ په ګټه ده او پر نړیوالو یې غږ کړی چې خپلو صادقانه همکاریو ته ادامه ورکړي.

د یادونې ده چې د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه مجاهدین د وخت د ولسمشر ډاکتر نجیب‌الله واکمني ړنګه او قدرت‌یې په لاس کې واخیست.

مجاهدین په دې باور دي چې دوی په دې ورځ افغانستان ازاده او کمونېستي نظام‌یې نسکور کړ.

ترڅنګ‌ یې یو شمېر دا هم مني چې د مجاهدینو په ډلو کې مخالفتونه د یوه پیاوړي حکومت د جوړېدو مخه ونیوله او له امله‌ یې کورنۍ جګړې پیل شوې.

د افغانستان حکومت هر کال د دې ورځې په مناسبت رسمي مراسم نیسي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له معمول سره سم دا ورځ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

طالبانو بیا په یوه اعلامیه کې د ثور اتمه له ویاړ ډکه ورځ یاده کړې او دې ورځې ته په اشاره‌ یې له بهرنیو غوښتي چې په خپلو ژمنو ودرېږي او د دوی په خبره د افغانستان په چارو کې نور لاس ونه‌ وهي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي