ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي
زموږ په مخکینۍ لیکنه کي مو پر تفاهم، د تفاهم پر موضوعاتو او عواملو باندې بحث کړی و. په نننۍ لیکنه کي مو هڅه کړې ده چي تاسي ته د تفاهم اووه ګوني اصول در وپېژنو. نو ددې له پاره باید ووایم، چي موږ یوازي هغه وخت کولای سږ چي د ژوند د ملګري په حیث ځان ته یو مناسب کس پیداکړو، چي کله خپله مناسب شخص اوسېږو. که داسي نه وي، ژوند مو حتمن له ماتي سره مخامخېږي. سته داسي ډېر کسان چي د یوه مناسب فرد په لټه کي وي، خو دا ئې هېر وي چي دی/دا خپله څنګه شخصیت لري او یا څنګه شخص دئ/ده.
په امریکا کي د مینه سوتا پوهنتون استاد، پروفیسور اولسون د یوه کامیابه واده له پاره لاندي اووه اصول پېشی بینی کوي. دی وايي که د یوه ښه او کامیابه ګډ ژوند په لټه کي یاست باید د خپل ژوند د ملګري د انتخاب پر مهال لاندي اوو اصولو ته پام وکړئ:
- تر واده دمخه استقلالیت او خپلواکي لرل؛
- کله چي دوه کسان غواړي یو له بل سره واده وکړي، باید کاملاً خپلواک، بالغین او عاقلین وي؛ دغه پختګي او استقلالیت د دوئ اړیکي ته صمیمیت او راحت ورکوي. استقلالیت اکثراً د عمر په زیاتېدو سره حاصلېږي، د تحقیقاتو له مخي د یوه کامیابه واده د پېش بینی کولو بهترین عامل د واده کولو پر مهال د افرادو عمر او سِن دئ. څوندي چي د جوړو عمرونه کم او کښته وي، هغوندي په دوئ کښي د طلاق کچه او سطحه لوړه وي. خو په میانه عمرو کي ځکه دا مسله نه وي، چي هغوی ثبات لري او پوهېږي چي له ګډ ژونده څه غواړي.
- یو له بل سره د میني لرلو په اندازه د ځان سره هم مینه لرل؛
- یوه جوړه چي څوندي یو له بل سره مینه او محبت لري، باید د ځان سره هم مینه او عزت نفس ولري. په صمیمانه اړیکو کي عزت نفس خورا مهم رول لري. په حقیقت کي که یو څوک له ځان سره مینه نه سي کولای، هغه به څنګه د بل چا سره مینه وکړای سي. دمخه تر دې چي وکولای سئ مینه وکړئ او یا مینه درسره وکړه سي، تاسي د خوندیتوب او عزت نفس احساساتو ته اړتیا لرئ.
- څوندي چي یو له بل د یوځای والي څخه خوند اخلي هغوندی باید یو له بله د جلاوالي یا لیري والي څخه هم خوند واخلي؛
- په یوه صمیمانه اړیکه کي د یوځای والي او لیري والي تر منځ توازن خورا مهم نقش لري. یوه صمیمانه اړیکه دې دواړو ته اړتیا لري. د دغه توازن رامنځ ته کولو له پاره، جوړې باید کوښښ وکړي چي یو د بل له جلا فعالیتونو څخه په هغو وختونو کي چي یو له بل سره نه وي، خوند واخلي. ډېر یوځای والی هم کولای سي چي په مخربو او منفی رفتارونو لکه د یو او بل کنټرولول او یو د بل په قدر نه پوهېدو تمام سي.
- دواړه په خپل شغل او کسب کي ثبات ولري؛
- یو با ثباته کسب و کار ددې سره په څنګ کي چي مالي خوندیتوب د ځان سره لري، هیجانی خوندیتوب او امنیت هم رامنځ ته کوي. کله چي د فرد کسب و کار په ښه ډول پر مخ ځي، هغه کولای سي چي د مقابل طرف سره خپلي اړیکي او دوستۍ ته زیات وخت او ډېره انرژي مصرف کړي. خو که له کاره سټریس او فشار شتون ولري، هلته به د خپلي اړیکي له پاره کمه انرژي مصرفوي.
- دواړه له ځانو څخه خبر وي او خپل ځانونه پېژني؛
- یوه صمیمانه اړیکه کي د دوو نفرو ترمنځ رښتینوالي او صداقت ته اړتیا ده. هر فرد باید وکولای سي چي خپلي وړتیاوي ارزیابي کړي او خپل د کمزورۍ ټکي هم په واقعي توګه وپېژني او خپل مشکلات پر بل یا نورو ور وا نه ړوي. په ضمن کي دا هم لازمه ده چي هر طرف وپوهېږي چي له مقابل طرفه څه غواړي او له هغه څخه ئې تمنیات او هیلي څه دي او همدارنګه په دغه اړیکه کي مقابل طرف ته څه کولای سي. هغه کسان چي غواړي یو له بل سره واده وکړي، آشنايي او له ځانه خبرتیا ورسره ډېره مرسته کوي.
- دواړه وکولای سي خپلي غوښتني او نظریات قاطعانه او صریحانه څرګند کړي؛
- په یوه اړیکه کي د صمیمیت د ودي او غوړېدا له پاره جسارت او جرات ته اړتیا ده. جسارت او جرات په دې معنا چي څه غواړې باید په یو شفاف، مستقیم او سم ډول بیان کړې. که څوک په خپلو اړیکو کي دغه جسارت ونه لري، هغوی شخړه کوونکي دي، او یا کوښښ کوي چي نورو ته فریب ورکړي. جسارت باید د خشونت په معنا وانخیستل سي؛ خشونت پر نورو باندي د واکمن کېدو او سلطې پیداکېدو په معنا دئ او جسارت خپلي غوښتني او تمنیات په ساده، شفاف او پوره علاقمندۍ سره د آدابو او نورو د حقوقو په مراعاتولو سره بیانول دي.
- دواړه طرفونه کوښښ کوي چي ځان غوښتونکي او خودخواه و نه اوسي او یو د بل غوښتني ور پوره کړي؛
- هرکله چي موږ د نورو اړتیاو ته توجه کوو هغوی هم زموږ غوښتني را پوره کوي. دغه یو قانون او قاعده ده او دغه د (جلب توجه) قانون وايي. مراقبت له انحصار طلبۍ پرته او پاملرنه له حسادته بغیر د ژوند ملګری/ملګرې تشویقوي چي خپلو بالقوه ظرفیتونو او وړتیاوو ته پام وکړي او خپلي دروني وړتیاوي وپېژني او دغه یعني د دواړو په ګټه کار.