ترکیه د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې زیات یې د لیدو لېواله دي.
یاد شوی هېواد د عثماني امپراتورۍ مرکز و او اوس یې هم وراثت ور په غاړه دی.
دغه هېواد د نورو ښیګڼو ترڅنګ جالب فرهنګي ارزښتونه او میراثونه هم لري.
دلته به د دغه هېواد له فرهنګي میراثونو او مهمو فرهنګي ښارونو سره اشنا شئ.
استانبول فرهنګي ښار
استانبول جالب او خورا په زړه پورې ښار دی. داسې کورونه لري، چې معمیاري یې حیرانونکې او زړه وړونکې ده.
دا ښار سربېره پردې، چې لوی فرهنګي ښار دی، خورا اقتصادي ارزښت هم ترکیې ته لري.
خو استانبول ولې دومره د پام وړ فرهنګي ښار دی؟
دلیل یې دا دی، چې د صوفیه مسجد په شان مهم فرهنګي میراثونه لري.
د صوفیه جومات معماري خورا شهکاره او تاریخي ده. یاد شوی جومات یو مهال د ارتدوکس کلیسا وه، خو وروسته پکې جومات ودان شو.
په استانبول ښار کې د توپکاپی په نوم یوه تاریخي او فرهنګي ماڼۍ هم موجوده ده، چې خورا د لیدو ده
دا ماڼۍ زر کاله مخکې د بیزانسی امپراتور لخوا جوړه شوې ده.
د دغې فوق العاده ښایسته ماڼۍ لیدو ته هره ورځ ګڼ سیلانیان ورځي، که تاسې ترکیې ته لاړئ، نو لیدل یې مه هېروئ.
په استانبول ښار کې د سلطان احمد مسجد هم د لیدو دی. دا هم خورا ښایسته او شهکاره معماري لري.
د دې ترڅنګ د ترکیې په استانبول ښار کې د دولما ماڼۍ هم د هېرولو نه ده. دغه ماڼۍ فرانسوي او ایټالوي معمارانو په ۱۹۱۸ مې جوړه کړې ده.
د استانبول ښار میدن برج، چې ځینې یې د نجلۍ برج هم ګڼي، خورا په زړه پورې او د لیدو وړ ده.
انقره ښار
انقره یا انکارا د ترکیې نه یوازې پلازمېنه؛ بلکې یو مهم سیاسي او فرهنګي ښار هم دی.
دا ښار له استانبول څخه وروسته د ترکیې دویم لوی فرهنګي ښار ګڼل کیږي.
په استانبول کې سربېره پر دې، چې مهم سیاسي ښار دی، ګڼ فرهنګي ځایونه هم لري.
له دې ډلې د انقرې قلعه یادولی شوو، چې د لیدو او مهم فرهنګي ځای دی.
دا تاریخي ـ فرهنګي کلا خورا زیات نندارچیان لري.
د دې ترڅنګ د آگوستوس معبد هم زیات نندارچیان لري. دا معبد هم په انقرې ښار کې موقعیت لري.
یاد شوی معبد پینځمې پېړۍ پورې اړوند دی او د رومیانو لخوا جوړ شوی.
د دې ترڅنګ د اناتولي موزیم هم د انقرې ښار له مهمو فرهنګي میراثونو څخه ګڼل کیږي.