ټرمپ به یو شړل شوی او بې وطنه کس شي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکواله: مهرتاج
“جیم متیس” د ټرمپ د اداري لمړی د دفاع وزیر؛ په کانګرس نننۍ د خلکو برید په کلکو ټکو غندلی، دا کړنه یې د “ډونالډ ټرمپ” کار وبللو او ټرمپ یې پدې تورن کړ، چې دا کړنه د ده په امر او قومنده ترسره شوې ده.
“متیس” امریکایې ورځپاڼې “پولیتکو” ته وویل؛ چې دونالد ټرمپ د خلکو نه ناوړه ګټه پورته کړله، د خلکو اعتماد یې په جمهوریت زیانمن کړ، او د نورو خوښې/انتخاب ته یې درناوي ووژلو.
ده زیاده کړله، چې نننی برید په ګانګرس باندې د دموکراسۍ ښودل په یوه اوباشه او غلط ډول وو، چې دا به دموکراسي ته لوی زیان ورسوي.
img 20210107 wa0005335632495968073707 ټرمپ به یو شړل شوی او بې وطنه کس شي
متیس وویل کومو سیاستوالو، چې ټرمپ سره په دې لار کې مرسته کړي ده؛ نه هیردونکي دي، چې د دوی نومونه به د ډارنو سیاستوالو په توګه تل تر تله په تاریخ کې ثبت شي.
متیس وايې؛ امریکا به دا د بدنامۍ تور داغ پاک کړي، خو ټرمپ به د امریکا نه یو شړل شوی او بېوطنه کس شي.