د ټرمپ او عمران خان ملګرتیا؛ په افغانستان ریښتیا معامله شوې؟

سپینه تجريدي ډیزاین

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر هغو پارونکو خبرو وروسته، چې د افغانستان په اړه یې کړي؛ له پاکستان سره پر افغانستان د دغه هېواد د معاملې ادعاوې زیاتې شوي.
دا ادعاوې په لوړه کچه تر اوله درجه افغان سیاستوالو رسیدلي.
د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د ټرمپ او پاکستان د اړیکو په اړه ویلي، چې د افغانستان خلاف د ټرمپ له توهینونکو خبرو سره پر افغانستان د امریکا ـ پاکستان د معاملې احتمال قوي شوی.
ولې ادعا کیږي؟
د دغې ادعا دلیل دا دی، چې ولسمشر ټرمپ د پاکستاني صدراعظم عمران خان په موجودیت کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په پلمه افغانستان ته سپکې ـ سپورې ویلي.
ټرمپ ویلي: د افغانستان جګړه په لس ورځو کې ختموی شم، خو نه غواړم ۱۰ میلیونه کسان مړه او افغانستان د ځمکې له نقشې ورک کړم!
د افغانستان د تر ټولو ستر دښمن په مخکې یا په غیاب کې قطعاً داسې خبرې افغانانو ته د زغملو نه دي، خو د عمران خان په مخکې دا خبره او نورې پارونکې خبرې پر امریکا افغانان شکمنوي.
په نورو خبرو کې یوه دا ده، چې ټرمپ له امریکا سره د پاکستان مرستې تر وړاندوینې د بره او خورا زیاتې ګڼلي.
هغه د پاکستان د همکاریو قدرداني کړې او ویلي، چې دغه هېواد امریکا ته غوره دوست ثابت شوی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون له ولسمشر غني سره لیدلي

افغان سوله او معاملې
له دې سره داسې اندیښنې هم شته، چې پاکستان او امریکا د افغان سولې پر روانو هڅو له یو بل سره معامله کړې ده.
د ادعاوو له مخې پاکستان د دې په بدل کې، چې امریکا به ورسره خپلې اقتصادي او نورې همکارۍ بیرته زیاتوي؛ د وسله والو طالبانو استازي په قطر کې له امریکایي استازو سره خبرو ته حاضر کړي.
همدا شان اوس امریکا ته د عمران خان د سفر پر مهال هغه یو ځل بیا ژمنه کړې، چې د افغان سولې بهیر له هڅو سره به خپلې همکارۍ زیاتوي.
وړاندوینه دا ده، چې پاکستان او امریکا د افغان سولې په اړه هوکړې ته رسیدلي.
د دغې احتمالي هوکړې له مخې طالبان به د افغان سیاست او قدرت یوه برخه ګرځول کیږي، چې هم به په دې کار کې د امریکا ګټه وي او هم به د طالبانو له نسبي واکمنۍ سره پاکستان په افغانستان کې خپلې ګټې ترلاسه کوي.
څه باید وشي؟
د افغان سولې بهیر د مرموزو هڅو په اړه د افغان حکومت، سیاستوالو او عامو خلکو اندیښنې تر ډېره سره شریکې دي.
د امریکا او پاکستان پر نیتونو شکونه هم تر ډېره یو ډول ښکاري.
د هغو مسایلو او سرو کرښو په اړه توافق هم یو ډول دی، چې د سولې د هڅو په اړه یې افغان حکومت، سیاستوال او عام ولس لري.
په داسې حالت کې د ټرمپ پارونکې خبرې باید پر یوه لوی چتر د دغو ټولو ادرسونو د ټولیدو سبب شي.
افغانان نه باید احساساتي ګام واخلي او په څو خبرو له امریکا سره اړیکې ترینګلې کړي، مګر ضرور ده چې د خپلو لویو ګټو او موخو د ساتلو لپاره په یوه چتر سره ټول او په یوه قوت او وحدت له هر لوري سره پر خپلو تعاملاتو فکر و عمل وکړي!