ټرمپ او د ګلف لوبه؛ له ولسمشر کیدو راهیسې یې ۱۰۲ میلیونه یورو پرې لګولې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

یو تازه راپور څرګندوي، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کیدو څخه تراوسه پورې څه باندې ۱۰۲ میلیونه یورو یوازې پر خپلې ګلف لوبې لګولي.
د هافینګټن پوسټ رسنۍ په یوه راپور کې د دغې موضوع افشاګري شوې ده.
د معاش ۲۵۵ برابره!
سرچینه وایي یاد شوی لګښت د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د کلني معاش ۲۵۵ برابره کیږي.
ښاغلي ټرمپ واک ته له رسیدو سره سم ویلي و، چې د ولسمشرۍ معاش به یې ترپایه پورې وانخلي.
ترسره شوې محاسبې څرګندوي، چې د ټرمپ د ګلف لوبې دغه لګښت د مخکیني ولسمشر بارک اوباما او د هغه د کورنۍ د ولسمشرۍ د ۸ کلنې مودې د ټولو سفرونو له لګښت څخه ۱۲،۷ میلیونه یورو کم دی.

د الوتکې لګښت
هافیننګټن پوسټ پخپل رابور کې وایي چې د ټرمپ د ګلف دغه لګښت یې په حد اقل ډول اټکل کړی.
سرچینه وایي په دغه محاسبه کې یې د ټرمب د ایرفورس وان الوتکې د هر ساعت الوتکې لګښت ۹۴۴،۱۵ ډالره محاسبه کړی.
خو د پنټاګون په اسنادو کې ان په ۲۰۱۶ کې راغلي و، چې د یادې الوتکې د یوه ساعت لګښت ۱۸۰ ډالره و.
په ۲۰۱۵ کې دغه لګښت د یوه ساعت لپاره ۲۰۶ ډالره اټکل شوی و.
پخپله لومه کې ایسار ټرمپ
د راپور یو جالب ټکی دا دی، چې ټرمپ د ۲۰۱۶ ټاکنیزو کمپاینونو پر وخت پر ولسمشر اوباما له دې کبله هم نیوکه کړې وه، چې د ګلف سیالیو پر ترسره کیدو یې ډېر لګښت راځي.
ټرمپ ژمنه کړې وه، چې که ولسمشر شي، هیڅکله به د ګلف لوبه ترسره نه کړي.
ټرمپ او ګلف
ولسمشر  ټرمپ له ګلف لوبې سره ځانګړې مینه لري.

هغه له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې د امریکا له مختلفو سیاسي شخصیتونو او ان بهرنیو چارواکو سره دا لوبه کړې.
هغه په وروستي ځل په جاپان کې د هغه هېواد له لومړي وزیر سره د ګلف لوبه لرله.
این بي سي خبري شبکې تېره میاشت پخپل یوه راپور کې وویل، چې ډونالډ ټرمپ ۲۵۲ ورځې پخپلو شخصي املاکو او ۱۸۷ نورې ورځې د ګلف لوبو پر ځمکه تېرې کړي.
د منتقدینو تبصره
د ټرمپ منتقدینو له دغه راپور سره توند غبرګونونه ښودلي.
دوی وایي هغه نه یوازې واک ته له رسیدو سره له ګلف لوبې لاس نه دی اخیستی؛ بلکې دا لوبه یې تر پخوا ډېره پرخپلو شخصي ځمکو کړې او دا ځمکې یې د دولت له بودیجې ځانته اجاره کړي دي.
سپینې ماڼۍ د دغه ناندریز راپور په اړه تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.