د نارینه وو د خیانت ۵ لاملونه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

هر انسان فطرتاً ځينې غرایض لري. څوک یې په یو ډول اشباع کوي، څوک یې په  بل ډول پوره کوي. خیانت لکه له نومه یې چې ښکاري، د امانت ضد دی، یا هم په انساني اړیکو کې د یو چا له ټينګ باوره څخه ناوړه ګټه اخیستنه. پوهېږم چې تاسو پر آره موضوع پوه شوي یاست چې د دې لیکنې په ترڅ کې به څه ولولئ. راځو هغو لاملونو ته چې نارینه له خپلې مېرمنې/کوژدنې سره خیانت ته اړ باسي.
۱-نابالغیت: کله چې انسان له جسمي پلوه سترېږي، د نارمل انسان په توګه يې فکر هم بلوغ ته رسي. مانا هر هغه څه چې باید پر عقل او منطق برابر وي، پېژني یې او عمل پرې کوي. د ژوند ټول اړخونه په یوه  پرېکړه کې په پام کې نیسي؛ خو له فکري پلوه نابالغ نارینه پر دې نه پوهېږي چې له اسلامي او انساني پلوه، کله چې په یو تار له یوې نجلۍ سره وتړل شو، باید جسماً او روحاً ځان همغې پورې اړوند وګڼي.
۲-ځان‌خوښونه: ځان سره تر حده وتلې مینه، د دې لامل کېږي چې انسان ځان تر نورو انسانانو چټي ستر او لوړ وګني. د دوی ډېری اړیکې د بېځایه غرور او لویینې له امله خرابېږي. د دې اړیکو له ډلې څخه یوه هم له خپلې مېرمنې/کوژدنې سره اړیکه ده. ځينې نارینه فکر کوي چې دی خپلې مېرمنې ته نه وو جوړ، یا هغه ورته جوړه نه وه. ښه، که همداسې هم وي؛ نو اوس د یوه ژمن انسان په توګه باید ځان اړ وګڼي چې بشپړ د همغې شي. خیانت یا د هغې دوکه کول حللاره نه ده او نه کېدلی شي. د وخت په تېرېدو سره به دی هم پوه شي هغې ته د ځان منسوبول یې د ژوند تر ټولو غوره پرېکړه وه؛ ځکه له نوم‌بدۍ او سپکېدو بچ کېږي.
۳-پخوانۍ مینه: ځينې نارینه چې تر کوژدې دمخه مین شوي وي، د خپلې مېرمنې نه خوښونې لپاره یو استدلال یې دا وي چې زه پخوا مین وم، اوس مې دې ته زړه نه ورګډېږي. دا خبره د ځان دوکه کول دي؛ ځکه نور خبره مالومه ده چې مینه یې بایللې. دې جملې ته باید غور وکړي چې:« زه پخوا مین وم!». دلته جمله په( پخوا) مقیده شوې، ایا د هوښیار انسان په توګه اړتیا شته چې د تېر/ماضي له وجهې اوسمهال وران/ خراب شي؟
نه! ځکه انسان په اوسمهال کې اوسي، پرون نه عبرت واخلي، سبا ته چمتووالی ونیسي. د دې نارینه( مینه) پرون وه، نن او سبا یې همدا مېرمن ده چې خدای ورکړې. که چېرې یوه-دوې میاشتې دې سره  هم د مینې تمثیل وکړي، خدای یې د زړه حالت وربدلولی شي.
۴-ټولنیز دریځ : هر انسان په ټولنه کې یو دریځ لري. همدا ټولنیز دریځ د دې لامل کېږي چې ځينې نارینه خیانت وکړي. په ماغزو کې د خیانت فکرونه روزي او بلاخره لاس په کارېږي. دا ډول نارینه چې تحصیلي، کورنیزه سطحه او ټولنیز دریځ یې تر کوژدنې/مېرمنې لوړ وي، هڅه کوي د خیانت له لارې له خپلې مېرمنې د دې کمۍ غچ یې واخلي. حال دا چې دا کار د دوی د شعور پر کمښت دلالت کوي، دا مانا لري چې پخپله سړي هم چندان زده‌کړې نه دي کړي؛ ځکه هغه زده‌کړه چې انسان فکر بلوغ ته ونه رسوي، هسې وخت لګول دي. په خیانت خپل، د مېرمن او کورنیو ژوند ورانېږي، سمېږي نه. دوی دې پر خپله بېسواده مېرمن داسې کار وکړي چې هغه پر دې پوه شي چې باسواد یا پوه انسان سره اوسېدل، په رښتیا هم انسان بدلوي.
۵-شتمني: شتمن یا بډای نارینه د خپلو پیسو د ډېروالي له کبله ځان ته دا اختیار وکوي چې هر وخت وغواړي، خیانت کولی شي. شتمني که په ناوړه لار مصرف شي، هغه اور باندې بدلېږي چې آن تر راتلونکي دویم/درېیم نسله هم سوځوي. یوه ورځ هرومرو له دې خیانتونو پرده پورته کېږي. د افغان په توګه کله چې نیکه او پلار د چا بدنام شي، راتلونکي ټول نسلونه د تېرو مشرانو د کړنو پېغورونه اوري. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په دې کار سره یوازې نوم‌بدۍ نه ګټي، د خپلې مېرمنې اروا ځپي او له مینځه یې وړي. بیا یې که څومره جبران هم کړي، ځای نه نیسي.