ژباړه: صادق طارق
د الیزابت ګیلبرت ( غذا، دعا او سفر) کتاب که ولولئ، متوجه کیږئ چې عشق یوه جادویي تجربه ده او په بشپړ ډول په نامنتظره بڼه رامنځته کیږي.
په بله مانا: مېنیدل یو بشپړ تصادف دی او سفرونه د داسې تصادفاتو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
په سفرونو کې معمولاً د ګډ ژوند ملګري خپله اړیکه رغوي او مجردان تر ډېره په لومړي ځل مېنانیږي.
د ګڼو عاشقانه فلمونو کیسې د مسافرت او مېنیدو له ګډ احساس څخه جوړ شوي.
پوښتنه دا ده، چې مېنیدل یوازې په فلمونو کې موجود دي او سفر یې هم زمینه سازي کولای شي کنه؟
د دې پوښتنې ځواب دا دی، چې سفرکول هم د مېنیدو فرصتونه او چانسونه پيدا کوي.
دا چې څنګه او څه ډول، په دې لیکنه کې به یې مفصل بحث کړو.
۱- د عاشقۍ کیسه
زه په یوه واړه ښار کې لوی شوی یم او پر دې مې باور نه و، چې انسان به په پردو خلکو مېنیږي.
زما باور دا و، چې که څوک مېنیږي، په هغې/ هغه چا به مېنیږي، چې وخت یې ورسره تېرکړی وي او له پخوا به ورسره شناخت لري.
ترهغې چې مې لومړنی سفر نه و کړی او مېن شوی نه وم، هیڅکله د خپل لیدلوري له مخې پخپل سیمه مې نه وم مېن شوی.
ما ته همدا لومړنی سفر د مېنیدو او د یوه غوره عاشقانه ژوند د پیلیدو فرصت شو.
که تاسې مجردان یاست، د مېنیدو شوق مو کړی او چېرته پخپل ماحول کې فرصت نه درته برابریږي، نو هغه ښارونه او هېوادونه چې مو ډېر خوښیږي، په سفر ورشئ.
کیدای شي بخت مو راویښ او په تصادفي ډول چېرته په لاره، کافي شاپ، رستورانت یا سیاحتي ځای کې مېن/ مېنه شئ او ژوند مو ښېرازه شي.
۲- د ګډ ژوند لرونکو جنت
زه داسې خلک پېژنم، چې د ګډ ژوند له اړیکو یې ناخوښه دي.
دوی نه هېرشوي، چې د اړیکې د سړیدو وجه یې یکنواختي ده. خو کله یې چې زما یا نورو منلي او په خوندورو سفرونو وتي، له ستنیدو سره یې اړیکې غښتلې شوي او خوندور احساس ورڅخه لري.
تاسې که ګډ ژوند او دا ستونزه لرئ، حتا که نه یې هم لرئ، وخت په وخت د ژوند ملګرې/ملګري سره ګډ سفر وکړئ، حتماً به مو ژوند در خوندور کړي.
۳- نویو مسئلو سره مخ کیږئ
زموږ یکنواخته ژوند، چې په یوه عادي چاپېریال کې کیږي، له تکرار او زړه تنګۍ ډک دی.
دا چاپېریال که هرڅومره هم ښکلی او زړه راښکونکی وي، خو د تکرار له وجې بې خونده کیږي او زړه به مو ورسره تنګ شي.
سفر او نوی ماحول هم ذهني سکون درکوي، هم مو نویو ښکلاګانو، سیمو، خلکو او شیانو سره مخ کوي.