ټاکل شوې وه په ۲۰۲۰م کال کې د نړۍ ترټولو ستري بېلابیلې سیالۍ د جاپان په توکیو ښار کې پيل شوي وای، خو د کورونا ویروس له امله وځنډېدې او تر ځنډ وروسته دادی پرون جمعه «د جولای په ۲۳مه» په یو لړ خاصو مراسمو سره پيل شوې.
په دې سیالیو کې به د افغانستان په ګډون له ۲۰۷ هیوادونو څخه ۱۱ زره ۳ سوه لوبغاړي په بېلابیلو سیالیو کې ولوبیږي.
دا سیالۍ چې پرون پيل شوې د راتلونکې اګسټ میاشتې تر ۸مي نېټې پوري دوام کوي.
┏━━┓┏━━┓┏━━┓┏┓
┗━┓┃┃┏┓┃┗━┓┃┃┃
┏━┛┃┃┃┃┃┏━┛┃┃┃
┃ IT'S TIME! #TOKYO2020┃
┃┏━┛┃┃┃┃┃┏━┛┃┃
┃┗━┓┃┗┛┃┃┗━┓┃┃
┗━━┛┗━━┛┗━━┛┗┛ pic.twitter.com/AcoOfiuGGK— #Tokyo2020 (@Tokyo2020) July 23, 2021
په اُلمپیک سیالیو کې افغان لوبغاړي
په دې سیالیو کې به پنځه افغان لوبغاړي فهیم انوري، فرزاد منصوري، شامحمود نورزی، کیمیا یوسفي او مهدي یواري ولوبیږي.
۱ـ فهیم انوري به په لامبو وهلو کې،
۲- فرزاد منصوري به په تکواندو کې،
۳ـ شاهمحمود نورزی به په سل متره منډه وهلو کې،
۴ـ کیمیا یوسفي به د ښځو په سل متره منډه وهلو کې،
۵ـ مهدي یواري به په نښه ویشتلو کې ولوبیږي.
Watch – The Afghan athletes enter the Olympic Stadium in Tokyo proudly carrying their country's flag during the opening ceremony | #ArianaNews #Afghanistan #Tokyo2020 | #Olympics | #OpeningCeremony pic.twitter.com/b3peMB1iOf
— Ariana News (@ArianaNews_) July 23, 2021
په دې اُلمپیک کې کومي سیالۍ کیږي؟
لامبو وهنه، منډه وهنه، بیډمینټن، جمناسټیک، باسکټبال، تېر ویشتنه، ساحلي والیبال، سوکوهنه، د سایکل مهارتونونو پنځه ډولونه، اَس ځغلونه، فوټبال، کټارې، ګولف، لاس بال، هاکي، کښتۍ چلونه، کراټې، څملونه، رګبي، ویشتنه، ټینس، ټیبل ټېنس، لامبو، واليبال، پهلواني، وزن پورته کول، بیسبال او داسي نوري لوبې شاملې دي، چې ټولې ۴۶ سیالۍ کیږي.