لیکنه؛ ملیحه ناصري
ځینې وخت موږ له داسې حالتونو سره مخ کېږو چې هک حیران پاتې یو او لاره رانه ورکه وي چې اوس دومره کارونه په دې لنډ وخت کې څنګه وکړو. مانا وخت منډې وهي او موږ یې په رانیولو پسې ځغلو. په دې خاطر چې هم وخت سم وکاروو، هم مو چارې منظمې وي، نو څو ټکي باید هېر نه کړو.
– ورځ په خوښۍ پیلول؛
د ښې ورځې د پیلولو لپاره تلوار او ځانګړي لامل ته اړتیا نشته. څو دقیقې په کراره کېنئ، سهارنۍ وخورئ، هسې موسک شئ، خپل فکرونه راغونډ کړئ، په تېره ورځ پسې زړه مه خورئ او خپل هغه کارونه فکر ته راولئ چې په همدې ورځ یې باید وکړئ.
– د نن ورځې د کارونو یاداښت واخلئ؛
خپل ننني کارونه درسره ولیکئ. که تاسو غټ کار ته ملا تړلې وي، هر وخت یې چې په اړه فکر کوئ، ماغزه مو درته وایي چې اوهو څومره غټ کار او څومره لږ وخت. دا فکر له سره وباسئ. غټ کار ته مو وړې وړې لارې ومومئ چې ور ورسېږئ.
– لومړیتوبونه وټاکئ؛
هغه کار وکړئ چې لومړیتوب لري. مانا وخت مو په ناضروري چارو مه بربادوئ، ځکه بیا د هغه کار وخت نیسي چې باید کړی مو وای. یو لړلیک جوړ کړئ، د شمېرو پر حساب خپلې چارې منظمې ولیکئ. ان کېدی شي هغه کارونه بیخي پرېږدئ چې ستاسو مسوولیت نه دی.
– ذهني فشارونه مو کابو کړئ؛
که چېرې کارونه دومره درباندې امبار شوي وو چې ستاسو سپینې ورته تښتېدلې وې، همدومره بسنه کوي چې خپله اوږه پخپله وټپوئ او ځان ته ډاډ ورکړئ چې زه دا کار کولی شم او سم یې کوم. داسې مو ذهني فشار کمېږي. یوازې پر همغه کار تمرکز وکړئ چې پیل کړی مو دی.
– موخې وټاکئ؛
درې ډوله موخې کېدی شي ځان ته وټاکئ (ورځنۍ، لنډمهاله، اوږدمهاله). ورځنیو ته په همغه ورځ ځان ورسوئ. سبا ته پرېښودل یې ستاسو د سبا ورځې د کار مخه نیسي. لنډمهاله موخو ته مو هره ورځ یو یو ګام ځان ورنږدې کړئ، مثلا:
د اونۍ په پای کې تاسو یوې غونډې ته د وینا په خاطر بلل شوي یئ. هره ورځ له ځان سره هغه څه ولیکئ چې وینا کې یې باید نورو ته واوروئ. د اونۍ تر پایه مو ټوله وینا برابرېږي. او که د همغې ورځې په تمه کېنئ چې زه بیا به یې ولیکم، په سلو کې دېرش سلنه اړینې خبرې درنه پاتې کېږي او د دریځ پر سر به له ډېر اضطرابه رېږدئ.
د اوږدمهاله موخو لپاره داسې لارې جوړې کړئ چې له ژوند بڼې سره مو مناسبې او ژر پرې ورسېږئ.
– خپل لړلیک هره ورځ ګورئ:
تر ویده کېدو مخکې د سبا ورځې ټول کارونه مو پر کوچنۍ پاڼه ولیکئ او پر دېوال یې ځان ته نږدې راوځړوئ یا ونښلوئ. کله چې سهار پاڅېږئ سمدستي سترګې پرې لګېږي او د وارخطایئ مخه مو نیسي.
– د سبا ورځې چمتوالی؛
د سبا ورځې جامې، کتابونه، دوسیې او اړین اسناد ټول پر همغه شپه برابر کړئ. چې سبا ورپسې سرګردانه نه شئ.
– خوب، تفرېح، کار؛
د خوب، کار او تفرېح لپاره مو ساعتونه ځانګړي کړئ. ځینې ارواپوهان وایي چې (اته سوه او اته اتیا) فورمول وکاروئ. مانا اته ساعته کار، اته ساعته تفرېح او اته ساعته خوب، خو د یوه کاروباري انسان ژوند پر دې ساعتونو سم نشي وېشل کېدی. ښه به دا وي چې یوازې د خوب وخت ځانکړی شي چې له دغه ساعته تر دغه ساعته مې د خوب وخت دی او باید وړاندې وروسته لږ و ډېر او له اتو ساعتو کم نه شي. د کار او تفرېح لپاره مو له دندې سره سم وخت وټاکئ. که کارونه مو فزیکي او ذهني فشار درباندې ډېر و، د تفرېح لپاره حتماً وخت ځانګړی کړئ. دا اړینه نه ده چې چکر ته دې ولاړ شئ. د خوښې وړ کتاب مو ولولئ، مجازي نړۍ ته سر وروړاندې کړئ، خپلو پخوانیو ملګرو ته زنګ یا مسېج وکړئ، کورنۍ سره مو ټوکې ټکالې، هر څه مو چې خوښه وه هماغه تفرېح ده.
– لنډ مسېجونه؛
یوازینی څیز چې انسان له کاره شاته پرېږدي، د کار کولو پر وخت انلاین اوسېدل او لنډ مسېج لېږل. که کاري ساحه یا دفتر کې وئ، له مالوماتو ځان خبرول ښه وي، خو لنډ مسېج مو د پرمختګ مخه ډب کولی شي.