ممکن امریکا کې پر TikTok بندیز ولګول شي!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې امریکا کې د TikTok پر بندیز بحثونه پيل شوي.
مایک پمپیو د فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل، موږ دې برخه کې جدي یو او هتمن د ټیک ټاک پر بندېدو په سم ډول غور کوو.
د پامپيو په خبره:

«موږ په دې برخه کې جدي یو او له شکه پرته دا موضوع موږ په جدي توګه څېړو. امریکا کې به په دې برخه کې لازم اقدامات وشي، تر څو د چین هیواد اپلکېشن ټیک ټاک بند کړو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا خبره د هغه پوښتنې په ځواب کې وکړه، چې د چینې افلکېشن ټیک ټاک په تړاو د دوی نظر څه دی.
پمپیو زیاته کړه، چې د TikTok استعمالونکو ټول شخصي معلومات د مبایل له لاري د چین هیواد کمونیست ګوند ته لېږل کیږي.
ټېک ټاک یو چینایی شرکت دی او په خواله رسنیو کې نسبتاً نوی نوم دی.

دغه اپلیکیشن د تفریح لپاره جوړ شوی چې له ۱۵ تر ۶۰ ثانیو پورې لنډې ویډیوګانې خپروي.
دې اپلکېشن په ۲۰۱۸م کال کې په کار پیل وکړ او اوس یې په ټول نړۍ کې محبوبیت پيداکړی.