د نرۍ ملا لرلو لپاره دا لارښوونې ګټورې دي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ژباړه: شپنه سلګۍ

که غواړئ ډېر ژر نرۍ ملا ولرئ، نو هڅه وکړئ هره ورځ لږ کېښنئ، ځکه په لږ کېښناستلو سره کولی شئ خپل وزن کم کړئ؛ هغه کسان چې ډېر کېني او خپل ډېری کارونه په ناستې سره ترسره کوي، نو ډېر به چاغ شي او که چېرې یې خپل کارونه په ولاړه ترسره کړل، نو د وزن په کمښت کې به ورسره ډېره مرسته کوي.
ټولو څېړونکو او پوهانو د خپلو څېړنو په پای کې څرګنده کړې ده، هغه کسان چې په ناستې سره ورځ تېروي، هغه که په دفتر کې وي او یا که په بل ځای کې، ډېر کېناستل یې د وینې د ګلوکوز کچه لوړوي، چې دا کولی شي د ډېر چاغښت لامل یې شي. د یادونې وړ ده، چې نوموړو پوهانو په یوه وخت کې پر ۴۰۰۰ کار کوونکو باندې د یوه کال په اوږدو کې دا څېړنه ترسره کړې ده.
څېړنو ښودلې ده هغه کسان چې د یوې اونۍ په اوږدو کې ۱۲ ساعته کېني په همدې یوه اونۍ کې ۴ ګړۍ ورزش کوي، نو د هغو کسانو په پرتله به، چې په یوه اونۍ کې لږ تر لږه ۲۵ ګړۍ کېنۍ په ډېره کمه کچه چاغ وي.
وايي، چې هر څومره ډېر کېني همدومره به ژر او ډېر چاغیږي، ځکه په ډېرو کېناستلو سره د وینې دیابت ډېرېږي، ګېډه غټېږي او اړوند کس چاغېږي او که د کېناستلو کچه یې کمه وي، نو د وینې دیابت یا ګلوکوز به یې هم لږ وي، چې دا یې بیا د ډنګروالي لامل ګرځي. د ډنګرېدو لپاره تر ټولو غوره، ساده او اړینه لار یوازې ډېر نه کېناستل دي؛ د یادونې وړ ده، چې د لږ کېناستلو تر څنګ باید د خواړو په خوړلو کې هم کمښت راشي.