د ټیسټ سیالیو په نوې درجه بندي کې یوازی یو بدلون راغلی

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي په ټیسټ سیالیو کې د توپوهونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې پکې یوازي یو بدلون راغلی.

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستي توپوهونکي کوینټن ډیکوک ته په یاده درجه بندي کې د نړۍ په مخکښو لسو لوبغاړو کې ځای ورکړل شوی.

هغه پخوا په ۱۲م ځای کې شتون درلود، خو اوس ۷۱۷ نمرې ورکړل شوي او د جدول لسم ځای ته یې ځان راورساوه.

ددې درجه بندۍ په لومړۍ ځای کې سټیو سمیت، دویهم ځای کین ویلمسن، درېیم ځای کې لبیسچینج، څلورم ځای کې ویراټ کوهلي، پنځم ځای کې جیو روټ، شپږم ځای کې روهیت شرما، اووم ځای کې ریشپ پنټ، اتم ځای کې هینري نیکولاس، نهم ځای کې ډیویډ وارنر او لسم ځای کې بیا کوینټن ډیکوک شتون لري.

 

 

په ټیسټ سیالیو کې د توپوهونکو نوې اعلان شوې درجه بندي

 

۱ـ سټیو سمیت؛ اسټرالیا، ۸۹۱ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۲ـ کین ویلمسن؛ نیوزیلنډ، ۸۸۶ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۳ـ لبیسچېنج؛ اسټرالیا، ۸۷۸ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۴ـ ویراټ کوهلي؛ هندوستان، ۸۱۴، نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۵ـ جیو روټ؛ انګلستان، ۷۹۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۶ـ روهیت شرما؛ هندوستان، ۷۴۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۷ـ ریشپ پنټ؛ هندوستان، ۷۴۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۸ـ هینري نیکولاس؛ نیوزیلنډ، ۷۳۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۹ـ ډیویډ وارنر؛ اسټرالیا، ۷۲۴ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۱۰ـ کوینټن ډیکوک؛ سویلي افریقا، ۷۱۷ نمرې، دوه قدمه پرمختګ یې کړی.