ټرافیکي قوانین؛ په قبرس کې څوک اوبه هم نه شي څښلی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
ژباړه: ملیحه ناصري

په دې لیکنه کې مو د نړۍ د څو هېوادونو ځينې خورا حیرانوونکي قوانین راټول کړي چې هر یو یې په خپل ځای هېښوونکی او جالب دي.

– مخکې تر دې چې موټر روښانه کړئ، تر لاندې وګورئ!

دا د ډنمارک قانون دی. د دې لپاره چې کېدای شي کوم ماشوم هلته پټ شوی وي، هسې نه تر موټر لاندې شي. که څوک تر موټر لګولو مخکې دا کار ونه کړي، له قانونه سرغړاوی دی او ۱۰۰۰ کرونه جریمه پرې راځي.

– هېڅوک حق نه لري د موټر چلولو وخت کې یو غوړپ اوبه هم وڅښي!

دا د قبرس قانون دی. که څوک د قبرس په هغه ګرمۍ کې له تندې مړ کېږي او همدا یوه غوړپ باندې ژغورل کېدای شي، اجازه نشته، هغه وخت یې څښلی شي چې لومړی موټر ګوښه کړي.

– موټر باید خیرن نه وي!

که څوک موټر دباندې باسي، باید پاک وي، که چېرې خیرن وي، ۴۰۰۰ډالره جریمه لري. دا د روسیې قانون دی. په دوبۍ کې هم دې ته ورته قانون شته. ځکه خو د دوی د ښارونو انځورونه داسې ښکلي راځي.

– هغه موټرونه چې پلېټ یې پر ۱/۲ پای ته رسېدلی وي، دوشنبه‌يي دې نه ګرځي!

د هغو کسانو چې د موټر پلېټونه یې پر ۱/۲ ختمېږي، نشي کولی دوشنبه له کوره ووځي. که چېرې دا موټر وایستل شي او ټرافیک پرې راپېښ شي، جریمه کېږي. هېڅ امکان نه لري چې دوشنبه‌يي دې دا موټر راووځي او ټرافیک پرې خبر نه شي؛ نو که مانیلا کې څوک ژوند کوي، موټر یې همداسې وي، دوشنبه رخصت دي.

– یو هم حق نه لري له موټره لاړې دباندې توف کړي!

په جورجیا کې یو عجیب قانون دی. هلته د موټرو سورلۍ او چلوونکی حق نه لري لاړې توف کړي. که چېرې څوک پرې ګیر شي، سخته جزا ورکوي.

– پلي کسانو ته خړې/ککړې اوبه ورشیندل، جریمه لري!

د جاپانیانو خورا بد ایسي چې څوک یې جامو ته سهواً/ قصداً  ککړې اوبه ورباد کړي. که څوک دا کار وکړي، جریمه کېږي.

– چرګ/ه باید د سړک ها غاړه تېره نه شي!

د جورجیا بل حیرانوونکی قانون دا دی چې چرګ/ه به د سړک مینځ کې نه تېرېږي. که چېرې وغواړي تېر شي، باید چې چرګ/ې څښتن هم ورسره وي او لارښوونه ورته وکړي، که څوک ګیر شول چې چرګ یې د سړک بلې غاړې ته تېرېده او دی / دا ورسره نه و، بیا دې نو مسوولینو ته صفايي ورکوي.

– په موټر کې باید د سپي کمربند هم وتړل شي!

دا څومره عجیب قانون دی، ايټالیایانو سپي ته هم ډېر ارزښت ورکړ. هلته که څوک د خپل سپي کمربند ونه تړي، سخت جریمه کېږي.

– د فیل د پارکېنګ پيسې باید ورکړل شي!

لومړی داسې ښکاره شو چې هند به وي؛ خو نه، دا فلوریدا ده. فلوریدا کې که څوک فیل په پارکېنګ کې دروي، باید پيسې یې ورکړي.