افغانستان د اماراتو له یوه شرکت سره مهم ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړل

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
راپور: بشر درویش

د هیواد د هوایي ډګرونو د امنیتي خدمتونو،  عملیاتي مدیریت،  ځمکني خدمتونو، سیستم جوړولو او ټکنالوژۍ تړونونه لاسلیک شول
د افغانستان د ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې د هیواد په څلورو بین المللي هوايي ډګرونو کې د هیواد د هوایي ډګرونو د امنیتي خدمتونو، عملیاتي مدیریت،  ځمکني خدمتونو، سیستم جوړولو او ټکنالوژۍ تړونونه لاسلیک شول.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، یاد قراردادونه د متحده عربي اماراتو د G42 شرکت رئیس منصور المنصوري او د ملکي هوایي چلند ادارې د رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده له لوري لاسلیک شول.

تړونونه ستراتیژیک دي

دې مراسمو کې ولسمشر غني وویل، دغه قراردادونه واقعا ستراتېژیک دي. د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ سیاسي او تاریخې نېکې اړیکې د اقتصادي همکاریو بشپړ مشارکت نومولی شو.
جمهوررئیس وویل:

«افغانستان په خپلو هوایي ډګرونو کې سترې پانګې لري، خو متاسفانه دغه ظرفیتونه نه دي پېژندل شوي. موږ له اماراتو سره دغه همکاري په دې موخه ایجاد کړې چې تاسې د هوایي ډګرونو د ټکنالوژۍ او سیستم جوړولو او ځمکني خدمتونو او امنیتي خدمتونو په برخه کې غوره تجربې لرئ.»

هغه زیاته کړه:

«زه باور لرم چې زموږ د هوايي ډګرونو مسوولین او پرسونل، پېرېدونکي او خلک به متفاوت تغییرات احساس کړي.»

دې مراسمو کې د پانګونې اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب وویل، جمهوررئیس غني متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر پر مهال لارښوونه وکړه چې د متحده عربي اماراتو د ملي هوايي چلند برخو  سره د همکارۍ پروسه پیل او له تجربو یې استفاده وکړو.

هغه زیاته کړه:

«د متحده عربي اماراتو د G42 شرکت له افغانستان سره د هوايي چلند په برخه کې د همکارۍ په خاطر خپله لېوالتیا او ژمنه څرګنده کړه او دغه شرکت د هوایي چلند، انرژۍ، روغتیایي خدمتونو، تېلو، ګاز او استخراجي صنایعو په برخه کې زیاتې تجربې لري.»

د فرصتونو پيل


د متحده عربي اماراتو د G42(GAAC)  شرکت رئیس منصور المنصوري وویل:

«د ویاړ ځای دی چې افغانستان ته راغلی یم او د جمهوررئیس غني په حضور کې مو د متحده عربي اماراتو د G42 شرکت او د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې تر منځ د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.»

منصوري وویل، افغانستان او متحده عربي امارات دوستانه او تاریخي اړیکې لري او دغه مناسبات په وروستیو کلونو کې لا زیات پیاوړي شوي دي.