ژباړه او راټولونه: مِهر تاج
★ جومات هم یو عجیبه ځای دی. چېرې چې غریب بهر (دروازه کې) او شتمن دننه (جومات کې) سوال کوي.
★ په ورا کې، شاؤ وروسته او نړۍ (خلک) ترې مخکې روان وي، په داسې حال کې چې په مړي کې، جنازه مخکې او نړۍ ورپسې روانه وي. یعنې نړۍ په خوښۍ کې مخ په وړاندې او په غم کې په شاتګ کوي!
★ د «شمعې» په روښانه (لګولو) کولو مړي نمانځل کېږي او مړه (خاموشه /ګُل) کولو یې د زوکړې کلیزه نمانځل کېږي.
★ یو انسان به د ټول عمر بار په اوږو (ولیو) بار کړی وي او خلک به د انځور ستاینه کوي، چې واه څه هنري انځور دی.
★ پانزیب په زرهاو روپیو اخیستل کېږي، خو په پښو کېږي او ټیک په يوه روپۍ دی، مګر په تندي ګرځول کېږي. نو قیمت هېڅ ارزښت (معنا) نه لري، قسمت مهم دی.
★ هغه څوک چې د زهرو په څېر ترخې خبرې درته کوي، رښتینی ملګری دی، خوږې خبرې کوونکی چاپلوس هم کېدای شي. تاریخ تر نن ورځې ښودلې (ګواه دی)، چې حشرات (چینجې) هېڅکله په ترخو کې نه دي موندل شوي، خو په خوږو کې اکثراً حشرات پیدا کېږي.
★ په ښه لاره ډېر کم خلک روان دي، خو اکثریت یې په خرابه لاره روان دي.
★ تر ټولو خوږه خبره، چې واقعاً زما خوښه ده؛
شراب پلورونکی هېڅ چیرې نه ځي، خو د شيدو پلورونکی باید کوڅه په کوڅه او کور په کور وګرځي.
له شيدو پلورنکي څخه تل، هر څوک او هر ځای پوښتنه کوي، چې په شيدو کې خو به اوبه نه ګډوي (مخلوط).
په داسې حال کې چې په الکولو (شرابو) کې دوی/ خلک په خپلو لاسونو اوبه ګډوي وي او بیا یې څښي.
سوچ پرې ضرور وکړئ!