غني: طالبان دې وخت نه ضايع کوي، د اوربند په موخه دې د ملت غږ واوري

سپینه تجريدي ډیزاین
راپور: بشر درویش

د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وشوه.
دا غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه وه.
ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي؛ د غونډې په پیل کې جمهوررئیس د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې پرونی تروریستي برید په سختو ټکو وغانده وې او ویل:

«زموږ پر بې ګناه هیوادوالو برید، نه بښونکی جنایت دی. هغه زیاته کړه، طالبان باید د سولې د بریالیتوب لپاره موقع ضایع نه کړي او د تلپاتې سولې او اوربند لپاره دې د افغان دولت او خلکو غږ واوري.»

همداراز په دې غونډه کې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان عمل برنامې کاري ګروپونو دویمې ناستې د راپور او د بې اسنادو موټرو د پړاونو د لارښود لایحې په اړه بحث او خبرې وشوې.

سرچينې ويلي؛ اړوندو ارګانونو ته د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو کورنیو ته د غوره رسیدګۍ، په شهید محمد داوودخان او پولیسو ۳۰۰ بستریز روغتونونو کې د موجوده امکاناتو د ارزونې، د شهیدانو کورنیو ته د ځمکې د وېش او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په موقع د اکمالاتو په خاطر لازمې لارښوونې وشوې.