لس تېروتنې چې په کاري چاپېریال کې تاسو نامسلکي ښيي

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه: ملیحه ناصري

ښايي ستاسو د نورو هیلو تر څنګ یوه هیله دا هم وي چې په کاري چاپېریال کې تر غوره شخصیت شئ او وځلېږئ؛ نو دلته مو د همدې موخې لپاره یوولس هغه تېروتنې یادې کړي چې په ناپامۍ کې له یو چا کېږي او  پر کاري ژوند یې سیوری کوي.

۱-رییس ته مو درناوی نه لرئ:

هر سړی د مدیریت لپاره جلا تګلاره کاروي. داسې نه ده چې تر تاسو لوړ پوړي خلک په همغه برخه کې روزل شوي یا ذاتاً یې د رهبرۍ جوهر وجود کې اغږل شوی وي. تر ټولو غوره اوسېدو کې تاسو مرسته ورسره کولی شئ، پټې مشورې او لارښوونې هغه کړنې دي چې ډېری مدیران یې کاروي؛ خو هېڅکله مه هېروئ، که چېرې تر تاسو په لوړ بست کې هلته بل څوک وي هم نه، ستاسو رییس حتماً شته. د رییس پر وړاندې که څومره هم ځان غټ حسابوئ، رییس ته تر لاس لاندې یاست.
دا باید هېر نه کړئ چې ستاسو رییس د یوه بنسټ استازی دی چې ستاسو د کړنو راپور ورکوي یا ستاسو د کړنو نظارت کوي. هغه ستاسو هره کړنه اخلي. که ستاسو هغه خوښ وي یا نه وي، هغه مو اصلي پېرېدونکی دی.

۲-بې‌غورئ کوئ:

بله تېروتنه دا وي چې د خپل مسوولیت یا چارو اړوند بې‌غوري د دې لامل کېږي چې نامسلکي وبرېښئ. که تاسو خپلو کړنو ته پام وکړئ، خپله دنده او مسلک کې وده کولی شئ. دا په دې مانا چې ستاسو چارې تر څار لاندې وي.

۳-هڅه نه کوئ چې د رییس باور وګتئ:

د رییس یا مشر خبره منل او د هغه د باور ګټلو هڅې هېڅکله غوړه‌مالي/چاپلوسي  نه ده. برعکس له هغه سره د دوښمن په څېر چلن هم نامنطقي برېښي. دا چاره یوازې دا نه چې تاسو نامسلکي ښيي، د بریا ډېرې لارې درته بندوي.

۴-د خپلو کړنو اړوند نظر سنجي نه اخلئ:

کېدی شي همداسې به لګیا یاست او بېرته به له مدیر/رییس/مشرانو د خپلو چارو اړوند پوښتنه نه کوئ چې څومره مو وده کړې او کوم کار مو د هغوی خوښ شوی. داسې نه کېږي چې تاسو مستقیماً نظر ترې وغواړئ، بېلابېلې لارې وکاروئ او مالومه کړئ چې دوی ستاسو د کړنو اړوند څه نظر لري. که تاسو پوه نه شئ، بیا به څه وپوهېږئ چې کوم کار مې سم دی، کوم غلط دی، کومه تشه باید ډکه کړئ….

۵-خپله وړتیا مو نه ښکاروئ:

کېدی شي تاسو به ډېرې هلې ځلې کوئ؛ خو لا به مو هم ځان غلی نیولی وي. د خپلو مهمو چارو او نوښتونو یو لړلیک درسره جوړوئ، د هغو کسانو کړنې هم پکې ځای کړئ چې تاسو سره یې مرسته کړې ده، دا لړلیک د خپلو لاسته ‌راوړنو په څېر درسره ساتئ. یوې خبرې ته پام کوئ چې دا کار مو ځان‌ښودنه نه ده، د خپلو هڅو تر پښو لاندې کېدو مخنیوی دی.

۶-د نورو پر وړاندې پر همکارانو نیوکې کوئ:

دا هېڅ ښه خبره نه ده چې د همکارانو پر وړاندې د بل همکار /مدیر/رییس بد ووایاست. ښايي هغوی واقعاً تېروتنه کړې وي؛ خو تاسو یې په شتون او نه شتون کې مه یادوئ؛ ځکه ستاسو خپل مسلکیتوب ته زیان رسولی شي.

۷-د نورو په پرمختګ کې مرسته نه کوئ:

که چېرې تاسو د شخصي ودې په پار د نورو هڅې بابېزه وګنئ او د نورو پر بریاوو سترګې پټې کړئ، دا چاره ستاسو د نه پرمختګ لامل کېدی شي. مه داسې کوئ چې تاسو تر پښو لاندې شئ، مه داسې چې د نورو بریا کې مرستندوی نه شئ. که مدیر/رییس مو پر دې پوه شي چې د هغوی بریا په تاسو پورې اړه لري، هېڅکله مو نه پرېږدي چې دنده پرېږدئ یا مو ځواب کړي.

۸-بیخي ډېر رقابت کوئ:

رقابت ښه دي؛ خو علني او بیخي ډېر رقابت ښه نه دی. پر دې مانا چې تاسو باید ځان د دې وړ نه ګڼئ چې له هر چا سره، هر چېرته رقابت وکړئ.

۹-هر څه زغمئ:

که چېرې د دفتر/کاري خونې د همکارانو/مدیر/رییس کړنې مو درته سمې نه ښکارېدې، یا یې ستاسو پر بریاوو سترګې پټولې، زغمل یې پر ځان ستاسو باور راکمولی شي. دا چاره ستاسو پر مسلک ناوړه اغېز ښندلی شي؛ نو د ډېرو زغملو پر ځای ښه ده چې بله دنده پسې وګرځئ.

۱۰-کاري مېز مو نامنظم وي:

بله تېروتنه چې تاسو نامسلکي او بې سلیقې ښکاروي، د مېز نه منظمول دي. دا پر دې مانا چې تاسو تر مېز سربېره پر حالاتو هم برلاسي نه یاست. یانې هر څه ګډ وډ دي او تاسو ورته ناست یئ.

۱۱-املايي تېروتنې لرئ:

اوسنی ژوند داسې دی چې د ورځې ډېر برېښنالیکونه او پیغامونه سره رابدلوو؛ خو که چېرې تاسو نه املايي تېروتنه کېږي او ورو ورو مو په عادت بدل شي، دا چاره  تاسو ته زیان رسولی شي. که ډېر بوخت یاست او پیغام درنه غلطېږي، که مو انګلیسي پیغام کاوه( چېک سپېل) فعال کړئ، که مو دري/پښتو پیغام کاوه هم  لارې شته.