ځيرک خلک په خپلو خبرو کې دا ۶ جملې نه کاروي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه: ملیحه ناصري

ځينې وخت خلک زموږ له خبرو بل مطلب اخلي. کله چې تاسو پرته له ژور فکره یوه خبره کوئ، د دې لامل کېږي چې په هغوی کې بد احساس پیدا کړي. دا چاره هغه وخت کېږي چې موږ د هغه څه په اړه نظر څرګندوو چې په اړه یې کافي مالومات نه لرو. د داسې خبرو درک په ټولنیزه باخبرۍ پوره اړه لري، په دې پورې چې موږ څومره ټولنه او خلک مطالعه کړي دي. په دې لیکنه کې تاسو له هغو جملو/غونډولو سره اشنا کېږئ چې ځيرک کسان یې په خبرو اترو کې نه کاروي.

۱-ستومانه ښکارې:

ستومانه او ستړي خلک اصلاً نورو ته جذاب/زړه‌راښکونکي نه برېښي. د دې ډول کسانو ډېری وخت ویښتان جړ/نامنظم او سترګې یې تورو حلقو وهلي وي. تمرکز نه شي کولی او توند ښکاري. دغه عبارت( ستومانه ښکارې) ورته څرګندوي چې په دوی کې دا هر څه شته. یانې ماغزه ورخرابولی شي. د دې پر ځای داسې ورته ووایاست: ( هر څه سم دي؟!).
کله چې څوک ستومانه او خسته ښکاري، ځينې خلک غواړي مرسته ورسره وکړي؛ نو ځکه ترې پوښتي چې ایا هر څه سم دي که نه. د دې پر ځای چې د چا ظاهري حالت ته ګوته ونیسئ، یوازې حال یې وپوښتئ چې د خبرو لړۍ پیل شي او هغه خپل ستونزه درسره ګډه کړي. تر ټولو اړینه دا ده چې هغه کس ته به تاسو زړه‌سواندی انسان ښکاره شئ، بې مخه به نه ورته ښکارئ.

۲-اوه هې څومره ډنګر/ه شوې یې:

بیا هم یو داسې عبارت چې ویونکی فکر کوي سمه خبره یې کړېې، حال دا چې دا خبره مقابل لوري ته دا حس ورکوي چې ګڼې نیوکه پرې شوې. یانې داسې فکر کوي چې تر دې مخکې حتماً څورب و؛ خو اوس نارمل حالت ته راغلی دی. د دې عبارت پر ځای ورته ووایاست: ( خورا ښه ښکارې!). هڅه وکړئ مخکینی اندام یې وریاد نه کړئ.

۳-تر دې د ښو وړ یې:

کله چې یو کس دنده خوشې کوي، دا عبارت د ښه نظر ورکولو په پار کارېږي؛ خو کله کله کېدی شي مقابل لوري ته دا احساس ورکړل شي چې ګڼې سمه ټاکنه یې نه درلوده. د دې پر ځای ورته ووایاست: ( خپله یې تاوان وکړ). که لومړنی عبارت وکاروئ داسې راځي لکه تاسو چې ورته وایاست مخکې دې هسې وخت برباداوه؛ خو اوس سمه دنده پیدا کړه.

۴-ته تل… ته هېڅوخت….:

دا دوې کلیمې کارول ځينې وخت په ژوند کې ستونزې پېښوي. هغه که د ګډ ژوند خبره وي، یا د ملګرتیا وي، یا کاري مسله وي. چاته مه وایاست چې ( ته تل دغسې کار/خبره کوې) یا ( ته هېڅوخت دغسې کار/خبره نه کوې). د دې پر ځای ورته ووایاست: ( زما پام شوی چې ته ډېری وخت دغسې/هغسې کوې).
ځکه انسان تل په یوه دریځ کې نه وي. هرومرو کله یو کار/خبره کوي، کله بله خبره/کار کوي.

۵-د سِن په پرتله دې ډېر ځوان/ه برېښې:

دا عبارت هم مهرباني څرګندوي او هم کېدی شي بې ادبانه ښکاره شي. کله چې یو چاته وایاست نسبت عمر ته دې خورا ځوان ښکارې، دا مانا لري چې ته باید اوس کنډ و کپر وی؛ خودا څنګه ځوان پاتې شوی/ې یې. د دې پر ځای ورته ووایاست: ( ډېر فوق العاده ښکارې!). دا جمله مثبته انرژی ورلېږدوي.

۶-هر رقم چې ستا خوښه وي، هغسې وکړه:

که څوک له تاسو مشوره غواړي، هرومرو ستاسو نظر ته اړتیا هم لري، ګنې ولې به یې درته ویل چې مشوره راکړه. که چېرې تاسو د هغې خبرې اړوند بېتفاوته وئ یا مو نظر نه  شو ورکولی، ورته ووایاست چې: ( زه نه شم کولی په دې اړه پرېکنده نظر درکړم؛ خو ځينې موارد شته چې ته یې باید په خپله پرېکړه کې په پام کې ونیسې).
که نظر مو ورته ونه وایاست داسې ښکاروئ لکه تاسو ته چې هغه کس ارزښت نه لري.