د طلاق عمده دلايل؛ د مخنيو لپاره څه بايد ترسره شي؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
ليکنه او راټولونه: صديقه پوپلزۍ

ځینې کورنۍ شته چې ترمنځ یې اختلافات پیدا او بیا د طلاق سبب کیږي، په ځانګړې توګه دا مسٸله اوس ډېره شوې، دا چې ولې ځینې دلیلونه لري.
په نورو ټولنو کې د واده کولو لپاره ځانګړي شرایط او زده کړې ترلاسه کېږي، چې څنګه وکولای شي د ټول ژوند لپاره یو ښه کس انتخاب کړي، ځکه دغه انتخاب یوه ورځ او یو کال نه دی، بلکې ټول عمر انسان ورسره تړلی وي.
خو زموږ په څېر ټولنو کې اروایي اړخ ته نه کتل کېږي، خو د ښځې او خاوند ترمنځ اروایي اړخونه هم هغه بنسټیزه مسٸله ده، چې د دوی د ژوند په ښه والي او بدوالي کې رول لوبوي.
هر کله چې موږ واده یا کوژده کوو باید هر ډول معلومات لومړى ترلاسه کړو، بیا واده وکړو ځکه پرته له پېژندګلوۍ په راتلونکې کې ستونزه پیدا کوي او د طلاق یو لامل هم همدا دى چې کورنۍ یو له بل سره همغږي نه لري.
کله چې واده په زور او جبر سره هم وشي له واده وروسته دوی سره خوشحاله نه وي، نو ځکه د طلاق پرېکړه کوي د همدې لپاره هېڅکله واده باید په زور ونه شي.
له واده وروسته خاوند یا هم مېرمن باید یو بل سره خیانت ونه کړي ځکه دا کار اړیکې خرابوي او ستونزه مو ترمنځ پیدا کېږي چې حتا خبر طلاق ته رسېږي.
د واده پرېکړه باید موږ خپله ونیسو ځکه ژوند زموږ دی او انتخاب هم باید موږ وکړو. بل اجازه ور نه کړو چې لاسوهنه وکړي، او کله چې موږ کس ټاکو باید له هره پلوه يې وارزوو. سني توپیر هم باید ډېر نه وي ځکه که سني توپیر ډېر وي خوشحاله نشو اوسېدای.
په هره اړیکه کې باور او صادقه اوسېدل اړین دي. که موږ له اوله دروغ ویل پیل کړل هېڅکله سمه اړیکه نشو جوړولای اساس او تهداب به خراب وي، ځکه بې باوري او څارل هم د اړیکې اساس خرابوي. یو بل کنټرول نه کړو او د شخړو څخه مخنیوی وکړو. که یو ځل باور لمنځه لاړ شي او اړیکه سسته شي بیا نه ټینګیږي.
د طلاق بل لوی لامل جنسیتي اړخ هم دی. کله چې دې برخه کې ستونزه وي نو یوځای نشي اوسېدای. نو د همدې لپاره د کوژدې مخکې باید یو بل مطالعه کړي. د يو بل وړ دي که نه يا هم شخصیت یې څنکه دی، زموږ سره خو به ډېر توپیر نه لري، نو دا مسٸلې ډېري اړیني دي.
نو که موږ خپله دا ستونزې په نظر کې ونیسو او حل یې کړو ښه ده، که نه نو موږ باید د لا خرابېدلو نه مخکې د ارواه پوه سره مشوره وکړو، ځکه دوی موږ ته ښې لارې ښودلای شي.