ژباړه: مریم محمدي
کبر یا غررو هغه احساس او حالت ته ویل کیږي چې، شخص په هغې کې ځانته د نورو په نسبت بیخي ډېر ارزښت ورکوي.
د اسلام له نظره کبر یوه ډېره لویه اوله کبیره ګناهونو څخه ده، چا چې کبر کړی دی نو الله جل جلاله هغوی تباه کړي دي.
ارواپوهان بیا د کبر په اړه داسې تغریف لري؛ کبر د نفس هغه هوا ده، چې یو شخص په کې خپل ځان له نورو خلکو ډېر لوی ګڼي.
دوی وايي چې غرور په نفس له باور نه ډېر توپیر لري، لوی حقیقت دا دی چې مغرور خلک په خپل نفس بې باوره دي، غرور هغه عمل دی چې، سرچینه یې له وسوسې، شیطاني کړنو او شهوت نه اخیستل شوې.
د مغرورو خلکو نښې دا دي:
۱- کبرجن خلک د هغو اشخاصو سره په دفاعي حالت کې ځان نیسي چې له دوی ښکلي، مالداره، پیاوړي او د پوهې کچه یې لوړه ده، له دا ډول خلکو سره ځان نه پرتله کوي، ځکه دوی له ځان نه لوړ خلک نشي زغملي.
۲- مغرور خلک پر ځان انتقاد نه مني، دوی کوښښ کوي، چې خپله هر کړنه په نورو غوره وګڼي، یعنې په دې معنا چې دوی هر څه کوي، هغه تر نورو ښه دي.
۳- کبرجن خلک چې کله په کوم ځای کې کم راشي، نو هلته بیا ځان برابر حسابوي، مګر کله چې له ځانه ضعیف خلک وګوري، هلته بیا حمله کوي، او غواړي خپل قدرت نورو ته ښکاره کړي.
۴- متکبر خلک جدي څیره ځانه غوره کوي، خو په اصل کې د بې وسۍ احساس کوي. د ناکامۍ په وخت کې د ناروغۍ په بهانه ځان تېر باسي ترڅو یې کبر ته زیان ونه رسیږي.
۵- کبرجن خلک ډېر د یوازیتوب احساس کوي، اګر چې د کبر له امله ځان ډير پیاوړی حسابوي، خو حقیقت کې دوی د داسې ځای په لټه کې دي چې څوک ورسره کار ونه لري.
۶- کبرجنو خلکو خپل ظاهري بڼه منلې، خو اصلا خپل داخلي وجود یې نه دی منلی، تل ترې ځوریږي.
۷- کبرجن خلک خپله ماته نشي منلی، تل داسې کړنې کوي، چې حالتو ته په کتو خپل تکبر وساتي، تر څو یې په اصلیت څوک پوه نشي.
۸- مغرور خلک تل خپل ژوند په جنګ او پخلاینې تیروي، که چیرې د هغوی په خوښه کار ونه کړئ، زر خپه کېږي، نور خلک دې ته مجبوروي چې یا به یې په خوښه کار کوي یا هم ترې خپله اړیکه پرېکه کړي.
سرچینه: beytoote.com