ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
انسانان په کاري ژوند کې کله کله دومره بوخت شي چې روغتیا ته پاملرنه ورنه هېره شي. اصل کې باید روغتیا په لومړیتوب کې وي چې وکولی شي نورو چارو ته لاسرسی ولري. که د روغتیا په اړه خبرې وشي موږ ډېری مغزي روغتیا هېروو، باید د ماغزو روغتیا ته هم پام وشي. دلته هغه ځينې کړنې درته په نښه کوو چې ماغزه له تدریجي مرګ سره مخ کوي.
–نامنظمه خوب: کله چې پر انسان کار ډېر شي، خوب ته چندان پام نه کوي. حال دا چې د خوب ګډ وډۍ د دې لامل کېږي چې انسان ژر پر الزایمر او عقلي زوال اخته شي.
-یوازیتوب: انسان ټولنیز مخلوق دی. ټولنه کې باید اړیکې وپالي. د فېسبوک ملګري مو چندان اغېزناک نه برېښي. رښتینې ملګرتیا د حقیقی نړۍ ده. هغه کسان چې په رښتیني توګه ملګري لري، که څّه هم دوه کسه وي؛ خو چې ورسره وویني، مجلس ورسره وکړي، د ماغزو د روغتیا لپاره یې ډېر موثر وي.
-ناسم خواړه: د ماغزو هغه برخې چې حافظه او اروايي روغتیا ورپورې اړوندېږي، په هغو کسانو کې کوچنۍ وي چې برګر، چپس او ګازلرونکي څښاک خوري. له بل پلوه توت، مغزیات، اوربشې لرونکي خواړه، ترکاري/سابه د ماغزو روغتیا ساتي. د عقلي زوال د پیدا کېدو امکان کموي.
–غوږکۍ کې لوړ غږ اورېدل: هغه کسان چې سندرې او نور اوازونه په لوړ غږ په غوږکۍ/ګوشکي کې اوري، کله چې تر دېرشو دقیقو یې وخت ډېر شي، ماغزو ته زیان رسوي. سربېره پر دې د غوږونو ژوې/زوې ډېروي او درد ورته پیدا کوي.
-خوځښت نه لرل: هغه کسان چې متحرک نه دي. ژر له عقلي زوال سره مخ کېږي. قلبي او د وینې لوړ فشار ناروغۍ ورته پیدا کوي. حداقل هېڅ نه کوي، ورزش دې وکړي.
-سګرټ: مغز وړوکی کوي، حافظه خرابوي، د عقلي زوال او الزایمر امکان دوه چنده ډېروي. مغزي سکته پیدا کولی شي او د وینې د لوړ فشارلامل هم کېدی شي.
-ډېر خوراک: که چېرې ډېر خواړه وخوري، که بیخي سم خوړنیز رژیم هم وي؛ خو چې له حده واوړي، ماغزه مو نور سم فعالیت نه شي کولی.
-تیاره: که چا ته د اړتیا وړ/په کافي کچه طبیعي نور ونه رسي، افسرده کېږي او پر ژور خپګان اخته کېږي. دا کړنه یې ماغزه لټ کوي. څېړنو په ډاګه کړې چې د لمر وړانګې ماغزه سم ساتي.